۷ هغه ناوړه عادتونه چې ترسره کول یې شخصیت وژنه ده

سپینه تجريدي ډیزاین

لیکنه او راټولونه: مریم محمدي
دا یو څرګند حقیقت دی چې زموږ د ټولنې زیاتره وګړي نالوستې دي، همدا لامل شوی چې زموږ د ټولنې د عامه پوهاوي کچه ټېټه ده، او د ژوند پورې تړلي مسایل، چې څومره لازمه ده هغه نه عملي کیږي، دا ددې لامل هم شوی چې د ټولنې یو شمیر خلک د ټولنيز ژوند په ګڼو برخو کې یو شمیر خراب عاتونه لري، چې په شخصیت یې هم بده اغیزه لري.
د ټولنې پرمختک د ټولنې په روزنې پورې اړه لري. څومره چې د یوې ټولنې خلک په ښه عاداتونو وروزل شي، هغومره د ټولنې او شخص د چټکې ودې او پرمختګ سبب کیږي.
د ټولنیزو بدو عادتونه په وړاندې بې توپیره پاتې کېدل د انسان ټولنیز ارزښت راټیټوي.
له دغو بدو ټولنیزو خویونو ځانونه وساتئ:
۱- خلکو پسې کتل
په کور یا کور نه بهر نجونو، ښځو یا هم نور خلکو پسې بې کاره کتل مو په شخصیت بده اغیزه لري.
۲- د نورو خلکو خبرې غوڅول
یوشمیر خلک دا عادت لري چې د نورو خبرې غوڅوي، خپلې خبرې ورته مهمې ښکاري، خو په حقیقت کې دا کار د دې لا مل کیږي، چې دی یو دوست له لاسه ورکړي.
۳- په لوړ غږ خبرې کول
څیړنو مندلې هغه خبره چې په قراره کیږي، تر هغې ډیره اغیزمنه ده، کوم چې تیزه او لوړ غږ کیږي. یو شمیر خلک داسې خبرې کوي ته به وایې چې جنګ کوي، که چیرې دا عادات لرئ نو له منځه یې یوسئ.
۴- د موبایل غیرضروري کارول
نن سبا له موبایل نه یو شمیر خلکو داسې تعویض جوړ کړی، چې۲۴ ساعته یې په لاس کې وي، په مجلس کې د موبایل غیر ضروري کارول، ستاسو د نا پوهۍ ښکارندويي کوي.
۵- د مخاطب له څېرې پرته نورو ځایونو ته کتل
یو شمیر خلک داسې عادات لري، چې کله مخاطب یې خبرې کوي، دی به له څېرې، پرته د بدن نورو ځایونو ته ګوري، پوزه یا به وېښتان کې ګوتې وهي. بې نزاکته او بې مانا به خاندي.
۶- غیبت کول
په دې خو ټول مسلمانان پوهیږي، چې غیبت کبیره ګناه ده. خو بیا هم یو شمیر خلک د خپل بد عادات له امله، په مجلس کې د نورو له غیبت کولونه خوند اخلي.
د خلکو په لهجو، معيوبيت او څېره ملنډې وهئ، د خلکو په شخصیاتو غرض لري، د نور په عقیدو او باورونو رشخند وهي، ډیرې ټوکې کوي، چې دا په اصل چې د خپل ځان توهین کوي.
۷- دغه عادتونه هم پریږدئ
د نورو پر تېروتنو خندل، د خلکو مخ ته له خپلې مېرمنې او اولادونو سره خپلې کورنۍ ستونزې حلول، په مجلس کې سګرېټ څکول او نسوار توکل، مجلس کې غیرعادي خبرې کول د کوربه وخت او برنامې ته پام نه کول.
د دغو خرابو عادتونو په پریښودلو سره، به د یو کامیابه، باوري او با شخصیته انسان په توګه په ټولنه کې وپیژندل شئ.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.