ژباړه: حمیدالله حمیدي
د نکریزو پاڼې له ډېرې پخوا زمانې څخه خلک د یوه ګټورې ګیاه په توګه کاروي، چې اوس د صنعتي پرمختګ سره په ګڼو درملو کې ترې ګټه اخیستل کېږي.
د نګریزو ونه تر ۷ مترو پورې لوړوالی لري، پاڼې یې ساده، بیضوي، تېزې نوک لرونکې، د ۳ سانتي متره په پلن والی او ۱ سانتي متره په اوږد والي سره شین رنګ لري.
ولیې یې د لمر خواته میلان کوي، سپین او یا سپین ته مایل ګل نیسي، چې ډېر ښایسته ښکاري. ځوانې ونې یې اغزي نه لري، خو کله چې د ونې عمر زیاتېږي بیا اغزي هم پیدا کوي.
یو څه چې باید پرې پوه شي، ددغه ونې له پاڼو زیاته ګټه اخیستل کېږي. د ایران په بېلا بېلو ښارونو، هند پاکستان او نور سیمو کې یې ونې ښه وده کوي. د یادولو ته ده چې دغه ونه د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې وده کوي، چې په زیاته پیمانه ترې په هند کې د زینت او درملو په توګه ګټه اخیستل کېږي.
نګریزې په موضوعي او خوراکي ډول د سنتي طب په کتابونو کې ځانګړی ځای لري، چې د ګڼو ناروغیو لکه د بډوډو ډبرو د له منځه وړولو او نورو لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي.
پاڼې یې د باکتریا ضد، التهاب ضد، د تبې له منځه وړونکې، د لمر پر وړاندې د پوستکي ساتونکې او نور برخو لپاره ګټورې بلل کېږي. دغه راز ځینې نورې ځانګړنې هم لري.
د نګریزو پاڼې د خلکو په منځ کې د یوې تقویتي مادې په توګه پېژندل کېږي. پېړۍ پېړۍ کېږي، چې له دې ګیاه څخه کار اخیستل کېږي. هغه که د زینت لپاره وي او یا هم د درملو په توګه.
د پوستکي لپاره ګټورې دي
د نکریزو د بوټي پاڼې د عفونت ضد خاصیت لري. نکریزې مرسته کوی، چې د انسان پوستکی د مکروبونو پر وړاندې قوي کړي او دغه څه د دې لامل کېږي، چې مکروبونه مو په پوستکي کې په اسانۍ سره ځای ونه شي نیولی. د پوستکي مګروبونه د بېلابېلو لاملونو له کبله را پیداکېږي. خو نکریزې کولی شي ستاسو د پوستکي مقاومت لوړ کړي او له بېلا بېلو باکتریاو څخه یې وساتي.
د ځیګر اختلالات له منځه وړي
د نګریزو یوه بله ځانګړنه دا ده چې ځیګر د بېلابېلو ناروغیو پر وړاندې قوي کوي. دا چې د نکریزو پاڼې د انسان د روغتیا لپاره بېلا بېلې ګټې لري، نو په ځانګړې توګه ځیګر هم له لویېدو او خرابېدو څخه ساتي.
د نکریزو بوټي د ولیو ګټې
په ښځینه وو کې د مهبل د ترشحاتو او سوزش د مخنیوي لپاره د نکریزو د ولیو جوشانده ګټوره ده. نکریزې کولی شي په بدن کې د التهاباتو او دردونو مخه ونیسي. کولی شئ، د بدن پر پوستکي د ټپونو د رغېدو لپاره د نکریزو له خفیف مسکن څخه ګټه واخلئ. که له طبي درملو څخه وېره او یا هم حساسیت لرئ، نو کولی شئ، نکریزې د بېلابېلو ناروغیو لپاره وکاروئ.
د نکریزو جوشانده مزمزه کړئ او ښه پایله تر لاسه کړئ
د نکریزې پاڼه او یا ګل کولی شئ د جامو د ورستېدو مخه ونیسي. که په کور کې د کالییو انبار لري او د ورستېدو وېره یې در سره وي، نو د نکریزو د بوټي ګل او یا یوازې څو پاڼې یې د ساتلو ضمانت کولی شي. دغه راز که د نکریزو د پاڼو جوشانده په خوله کې د یو څو شېبو لپاره ونیسئ، د غاښونو له خرابېدو به مه مخنیوی کړی وي.
له زېږون وروسته مېرمنې کولی شي د معدې د دردونو او په خېټه کې د اوازونو د مخنیوي لپاره د نکریزو له پاڼو ګټه واخلي. که سر درد مو کړوي، د نکریزو ټینګه جوشانده پر تندي وموښئ تر څو مو درد ارام شي. د نکریزو ګټې دومره زیاتې دي، چې په یوه کوچني لیکنه کې څه ان په یوه کتاب کې یې خلاصول ګران کار دي.
پر دې ټولو سربېره له ډېرې پخوا زمانې څخه مېرمنې نکریزې د لاسونو او پښو د ښایست لپاره هم کاروي، چې په طبعي ډول ډېرې کمې، خو په مصنوعي ډول ډېرې زیاتې پیدا کېږي. یو څه ته مو باید پام وي، چې ډېری هغه نکریزې چې په مصنوعي ډول جوړېږي، په خپل ترکیب کې بېلا بېل کېمیاوي مواد لري، چې ډېری وخت د ګټې پر ځای د پوستکي لپاره زیان رسوي او ان د پوستکي د له منځه تلو او سرطان لامل هم کېږي، خو طبعي نکریزې بیا له ټولو عیبونو خالي او ګټې یې ډېرې دي. خو د هغو په کارولو کې هم باید افراط ونه شي او په مناسبه توګه وکارول شي، هغه کې د زینت لپاره وي او یا هم د درملو په توګه.