ژباړه او زیاتونه: محمد صادق کریمزی
چارمغز یو د ډیرو ګټورو وچو میو له ډلې شمېرل کیږي چې زیات شمیر ویټامینونه، انټي اکسيډنټ او منرالونه لري چې پر مټ یې انسان د شکر او زړه له مختلفو ناروغیو سربیره د یو شمېر نورو وژونکو ناروغیو هم ژغوري.
سره له دې چې یو شمېر روغتیاپالان وایي، چارمغز خوړل د بدن د غټوالي د مخنیوي او ذهني قوت لپاره ډیر ګټور دي، خو نوې څېړنو ښودلې چې دغه وچه میوه د زړه د ناروغانو لپاره هم ډیرې ګټې لري.
په همدې تړاو امریکایې څيړونکو په خپله نوې څېړنه کې موندلې چې د ورځې په اوسط ډول دوه دانې چارمغز خوړل مو دزړه ناروغیو، تور زیړي، سرطان او شکر ناروغیو ژغوري.
دغه څېړنه چې په جنرل اف کلینیکل نیوټریشن کې خپره شوې موندلي، غوزان یا چارمغز چې په زیاته پيمانه پروټين، غوړ، كلسيم، فاسفورس، اوسپنه، پتاشيم، سوډيم، مګنيزيم، مس او د B ويټامينونو كورنۍ سره په څنګ كې A.C.E ويټامينونه هم په ځان کې لري چې د ویني د جریان په تنظیمولو، د لوړ فشار په کمولو، په بدن کې د کولیسترولو د کنټرول او نورو ناروغیو لپاره ډیر ګټور دي.
د څېړونکو په باور، چارمغز یا غوزان د زړه ناروغۍ سربیره، د قبضت ناروغۍ، د سړیو د جنسي قوت په قوي کولو، د نري رنځ په مخنېوي، د ویښتانو په قوي کولو، عصبي او عضلاتي سيسټمونو په پياوړتیا او د شکرې ناروغۍ لپاره موثره نسخه ده.
چارمغز یا غوزان چې یو له وچو میوو شمېرل کیږي، کارپوهان یې سرچینه د افغانستان په شمول بالکان او د هندوکش د غرونو لړۍ یادوي، غوزان نه یوازې وچه میوه یې بلکې د چارمغزو ونه د نجارۍ یا ترکاڼۍ په برخه کې ځانګړی اهمیت لري چې د فرنیچرو، میزونو، د سنګار الماریو او د خوب په بیډونو یا تختونو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کیږي.