په دې حالاتو کې د تنخوا د لوړېدو غوښتنه مه کوئ

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ژباړه: حمیدالله حمیدي
د ټولو کارکوونکو غوښتنه او هیله دا وي، چې تنخوا یې لوړه شي، خو یو څه باید ومنو چې په ځینو شرایطو کې بیا د تنخوا د لوړېدو غوښتنه، د ګټې پر ځای زیان پېښوي.
د دې موضوع درک کول، چې آیا له رئیس یا مدیر څخه د تنخوا غوښتلو وخت را رسېدلی کنه، یو هنر دی. په داسې حال کې چې ډېری نوي په کار ګمارل شوي کارکوونکي له دې هنره بې برخې دي. یا په بله وینا، دوی نه پوهېږي، چې د تنخوا لوړولو غوښتنه هم مناسب وخت ته اړتیا لري.
په دې لیکنه کې درېیو هغو ټکو ته کتنه شوې، چې پرمهال یې باید د تنخوا د لوړېدو غوښتنه و نه شي:
۱- یو کال کېږي، چې له زده کړو فارغ شوي یاست
د هغو کسانو له لوري د معاش لوړېدو غوښتنه، چې تازه له پوهنتون څخه فارغ شوي وي، ټکان ورکوونکې خبره ده، ځکه په کار تازه ګمارل شوي کسان باید یو ځل ځان ثابت کړي، وړتیا او تجربه ومومي، څو د رئیس یا د ادارې د مدیر له لوري یې دغه کمزوري د معاش د لوړېدو پر مهال ونه کارول شي.
که وړتیا لرئ او تجربه مو هم ترلاسه کړې، خو بیا هم باید له دې غوښتنې تېر شئ، نو دغه مهال ځینې استثناآت شته، خو د کار په لومړیو کې یوازې پر دې تمرکز وکړئ، چې څه ډول په یوه اداره کې ځان ثابت کړئ.
۲- کار مو تر اوسه بدلون نه دی کړی
یو غلط فکر دا دی، چې کارکوونکی له ځان سره فکر کوي، هغه څه چې ورسپارل شوي په ډېر ښه ډول یې تر سره کوي، نو معاش یې هم باید لوړ شي. کېدای شي په اوسنۍ دنده کې مو ښه تجربه ترلاسه کړې وي، خو په دې باید فکر وکړئ، چې په دې برخه کې څه نوښت کولای شئ؟ ښه حللاره یې دا ده چې خپل اوسني کارونه له لومړۍ کاري ورځې سره پرتله کړئ. که مو په کار او ځان کې مثبت بدلون ولید، کولی شئ د معاش د لوړېدو غوښتنه مطرح کړئ.
۳- ادارې ته مو هېڅ ډول ګټه نه ده رسېدلې
د هر شرکت یا ادارې لپاره ګټه رسول خپله معنی لري. که کولای شئ خپلې ادارې ته ګټه رسول ثابت کړئ، نو په دې صورت کې بیا کولای شئ د معاش د لوړېدو غوښتنه وکړئ.
یو څه ته مو باید پام وي، چې د معاش د لوړېدو غوښتنې پرمهال ځان هر کاره مه معرفي کوئ، بلکې ځان ددې ادارې د ټیم یو غړی فرض کړئ. معلومه خبره ده، چې یوازې ستاسو هڅې ددې ادارې د پرمختګ لامل نه دي شوې.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.