ژباړه: حمیدالله حمیدي
معمولا کار پنځوونکي د کار په پیل کې د زیاتې انرژۍ درلودونکي وي او غواړي هر څه ډېر په چټکۍ سره او پر خپل لاس یې مخ ته ولاړ شي. خو له یو څه وخت وروسته یې پام کېږي، ډېر کارونه شته چې لا یې نه دي تر سره کړي. ځکه یا یې وخت نه دی ورته پیداکړی او یا یې هم د تر سره کولو وړتیا نه لري. یا دا چې پانګه یې کمه ده او نه شي کولی د هرې برخې لپاره ځانګړی کس په دنده وګماري، هغه ده چې یو څه نا هیلی کېږي او ډېر کله یې د ماتې لامل هم کېږي.
دا هغه څه دي، چې د کوچني کارو بار لرونکي ارو مرو ور سره مخ کېږي او یوه طبعي پېښه ده. د دې کارونو د تر سره کولو لپاره یوه ښه لار اړوند شرکتونو او متخصصو کسانو ته د کارونو سپارل دي. په دې لیکنه کې هغه ټکو ته اشاره شوې ده، چې باید د دې برخې اړوند شرکتونو او یا هم متخصصو کسانو ته وسپارل شي:
۱- بازار موندنه
که غواړئ کارو بار مو پرمختګ وکړي، بازار موندنه یې باید یوه برخه وي. په کوچني کاروبار کې بازار موندنه هغه څه ده چې باید ځانګړي کس، رسنۍ او یا هم اړوند یوه شرکت ته وسپارل شي تر څو په ښه ډول یې تر سره کړي.
نن سبا چې د اړیکو او انټر نېټ نړۍ ده، نو بازار موندنه یې هم د پخوا په پرتله اسانه کړې ده. که تاسو خپل د محصولاتو ځینې نومونې هغه وېب سایټونو ته وسپارئ، چې د همدې برخې لپاره جوړې شوې دي، نو وبه ګورئ، چې په پر له پسې توګه به درته خلک په انلاین ډول د توکو د پېرلو غوښتنې استوي. که مو کارو بار نوی پیل کړی وي، نو اړتیا نشته چې خپلې پیسې بې ځایه ولګوئ تر څو پېرودونکي را جذب کړئ. هڅه وکړئ دغه کار د همدې برخې اړوند شرکت ته وسپارئ، ځکه ډېر کله ګټه په تاوان کېږي. او د بازار موندنې تر ټولو ښه تعریف هم دا دی، چې بازار موندنه لګښت نه بلکې پانګونه ده. که په سم ډول بازار موندنه وشي او په سر کې یې متخصص کسان شتون ولري، نو د داسې شیانو پېرلو ته خلک را جذبوي، چې هېڅ اړتیا ورته نه لري.
۲- د وېب پاڼې جوړول
لکه څه ډول مو چې مخکې وویل، نننۍ انلاین نړۍ ده. د یوې ښې او هر اړخیزې وېب پاڼې جوړول مو د کارو بار په پراختیا او پرمختګ کې مرسته کوي.
د (ورډ پرس) طراح بیل اریکسون وایي، د یوې ښې وېب پاڼې جوړول لږ تر لږه ۱۴ اونیو وخت ته اړتیا لري. که د کارو بار څښتن خپل درې نیمې میاشتې وخت د یوې ښې وېب پاڼې پر جوړولو تېر کړي، نو نور اړین کارونه به یې څوک ورته کوي؟ نو ښه ده چې دا کار له دفتره بېرون اړوند او متخصص کس ته وسپاري.
۳- د عکسونو او ویډیو اخیستل
عکسونه او ویډیو د عوایدو د زیاتوالي او کارو بار د پرمختګ لپاره نن سبا تر ټولو اړین دي. خو که دغه څه په غیر مسلکي توګه تر سره شي، د عکس او ویډیو کیفیت خراب وي، نه یوازې دا چې کارو بار به مو پرمختګ ونه کړي بلکې منفي اغېز پرې کوي.
د عکسونو او ویډیو ګانو لپاره باید پرمختللې کمرې ولرئ، چې ډېرې ګرانې دي. دغه راز د عکسونو او ويډیو ګانو د اېډټ او ډیزان لپاره ځانګړي کمپیوټر او یوه متخصص کس ته هم اړتیا ده. دا چې ستاسو کاروبار کوچنی دی، د دې برخې لپاره د متخصص کس نیول، ځانګړي کمپیوټر او لوړ قېمت کمرو اخیستل څه اسانه کار نه دی، نو ښه ده چې دغه کار هغه شرکت ته وسپارئ، چې په همدې برخه کې اړین توکي او ځانګړي کسان لري. کېدای شي د یوې قېمتي کامرې پر بیې تاسو خپل د څو میاشتو کارونه پر دغه شرکت تر سره کړئ.
۴- د ټولنیز شبکو مدیریت کول
ټولنیزې شبکې نن سبا د کارو بار په پرمختګ کې مهم رول لوبوي. خو په شبکو کې ستاسو د کاروبارو د اړوند معلوماتو خپرول،کومنټ او پیغام ته ځواب ورکول کېدای شي ستاسو ډېر قېمتي وخت ونیسي. ځکه تاسو ډېر نور کارونه هم لرئ، چې باید تر سره یې کړئ. شته داسې کسان او شرکتونه چې کولی شي د ورځې په اوږدو کې په دوامداره توګه ستاسو ټولنیزې شبکې فعالې وساتي او د عوایدو لپاره درته یوه ښه سرچینه وي.
خو کله مو چې کارو بار پرمختګ کوي او لویېږي، بیا ښه ده چې د هرې برخې لپاره، ځانګړي کسان په پام کې ونیسئ تر څو هر څه مو تر سترګو لاندې وي او کارونه مو له خوښۍ سره سم پر مخ ولاړ شي.