څه وکړو چې په روژه کې تږي نشو؟ ۶ لارښوونې

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ژباړه: مریم محمدي
په ګرم موسم کې انسان د خپل بدن ډیرې اوبه د خولو او یا په بدن کې د حرارت په واسطه له لاسه ورکوي، چې په نتیجه کې انسان له سختې تندې سره مخامخ کیږي، او بالاخره انسان په ډیهایډرېشن (د بدن د اوبو کموالی) اخته کېږي.
روژه کې د ګرمو سیمو خلک لپاره د لوږې په پرتله تنده ډېره سخته وي. له يوې خوا د اوړي د موسم کې اوږدې ورځې، بل خوا د روژې نيول هم آسانه کار نه دی.
د تیر په پرتله سږکال په روژه کې د افغانستان په ډیرو ولایتونو کې د اورښتونو له امله هوا سړه ده، خو هغوی چې په ګرمو سیمو کې اوسیږي، د دې لپاره چې په روژه کې له تندې سره مخ نشي همدا راز د ټولې ورځې لپاره یې بدن ارامه واوسي نو دغه لارښونې عملي کړئ:
۱- روژه کې سبزي او میوې ډیرې وخورئ
په پیشلمي او روژه ماتي کې د میوې او سبزي خوړل د انسان د بدن اوبه پوره کوي، چې دا هم د روژې لپاره او هم د صحت لپاره ډیره ګټه لري.
۲- کافین لرونکي مشروبات مه څښئ
هغه مشروبات چې کافین لري باید ونه څیښل شي، دا ځکه چې کافین (Caffeine) د بدن مالګې او اوبه خارجیږي، چې بیا روژتي د ورځې په جریان کې له تندې سره مخ کیږي.
۳- په خوړو کې مسالې مه کاروئ
مالګه لرونکي او مصاله داره خواړه انسان تږی کوي، د کور میرمنو ته په کار ده، چې په روژه کې مالګه او مساله په اندازه استعمال کړي.
۴- له روژه ماتي وروسته اوبه ډېرې وڅښئ
د ورځې په جریان کې د روژتي د بدن اوبه کمیږي، کله چې روژه ماته کړئ، د ډوډۍ له خوړو وروسته د شپې له مخې، څو څو ځلي اوبه وڅښئ، که په یو ځل سره ډیرې اوبه وڅښل شي، په معدې بده اغیزه لري، په کار ده چې په تدریجي ډول اوبه وڅښل شي، په دې سره د انسان د بدن اوبه پوره کیږي او تنده له منځه ځي.
۵- د امکان تر بريده له تودوخې ځان وساتئ
د روژې په میاشت کې په ډیره ګرمۍ کې باید زیات تګ را تګ ونشي، همدارنګه باید ډیر کار هم ونشي چې تر څو د بدن اوبه ضایع نشي او تنده را منځته نشي.
۶- دغه خواړه وخورئ
که چیرې د پېشلمې او روژه ماتي په لیست کې مو دغه خوړو ته ځای ورکړ د بدن اوبه به مو پوره وي او له تندې ته خلاص وئ:
هنډواڼه، نارنج، مالټه، شفتالو، زردالو، انګور، سابه یا تر کاري، بادرنګ، کاهو، مستې، تورۍ، مولۍ، رومیان، ګوپي، بانجان، شنه مرچک او ګازرې چې په ډیره اندازه اوبه لري، چې تاسو د ورځې په جریان کې تندې ژغوري.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.