هغه لاملونه چې سږکال به KKR (شاه رخ خان) لوبډله د IPL لوبو اتلولي ګټي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ليکنه: مدثر دعوت
کلکته نايټ رايډرز لوبډله د IPL د تاريخ د برياليو لوبډلو څخه ده.
کلکته يوه له هغو دريو لوبډلو څخه ده چې دوه ځلي يې د هندوستان پريمر ليګ سياليو اتلولي ګټلې ده، چينای سوپرکينګز دوه ځلې او ممبي انډیان درې ځلي.
د KKR لوبډلې مالک د باليووډ باچا شاهرخ خان او مرستياله د باليووډ سېنما ښځينه اداکاره جوهي چولا ده، نو همدا لامل دی چې دغه لوبډله د نورو لوبډلو په توپير په نړيواله کچه ډېر مينوال لري.
کلکته لوبډله په سږنيو لوبو کي تر سنرايزرزحيدراباد او چينای سوپرکينګز لوبډلو وروسته په دريم مقام کې ځای لري، چې د پلې اپ تر پولو يې ځان رسولی دی.
تېرو دوو کلونو کې هم دغه لوبډله ښه ځلېدلې وه خو څومره چې د مينوالو غوښتنه وه هغومره يې غوره لوبې نندارې ته وړاندي نکړې، همدا لامل وو چې د ګاتم ګمبير په ځای يې د سږ کال لپاره دنيش کارتيک لوبډلمشر وټاکه.
خو سږ کال که څه هم دغه د دوه ځلې اتلوليو ګټونکې لوبډله د ځوان سکواډ څخه جوړه ده، خو ډېره ښه روانه ده او د لوبډلي مالک شاه رخ خان هم ترې راضي ښکاري.
هغه کوم لاملونه کوم دي چې داسې انګېرل کيږي چې کلکته نايټ رايډرز لوبډله به د سږکال هندوستان پريمرليګ سياليو ګټونکې کيږي، په ليکنه کي يې پر دغو مواردو بحث شوی:
۱ـ بريدګر سونيل نارين

د ويسټ انډېزي سونيل نارين له نوم سره په نړيواله کچه ډېر کسان اشنا دي، خو ده په IPL کې هغه مهال خپله جادو او اثر وشيند چې کله يې په ۲۰۱۲ز کال کېد کلکتې لوبډلې سره تړون لاسليک کړ.
ده په دې شپږکلن دوران کې د خپل اپ بريک توپ اچوني په مټ د کلکتې لوبډلي لپاره ډېرې برياوي ترلاسه کړي، نو همدا لامل دی چې ياده لوبډله يې له لاسه نه ورکوي.
سونيل نارين په دريو پرلپسې ۲۰۱۲ز کال ۲۰۱۳ز او ۲۰۱۴ کلونو کي د ډېرو ویکټو ارغواني کپ ګټلی دی.
نارين چې په تېرو کلونو کې يې حتا د بيډ چلول هم نه ول زده، خو له تېر کال راهيسي د اوپنر لوبغاړي دنده ترسره کوي، د کلکتې د کوچ اولوبډلمشر دغه پرېکړه تربل هر وخت بريالۍ تمامه شوې او نارين ورته ځان د يو پياوړي توپوهونکي په حيث ثابت کړی.
سونيل نارين په لومړۍ پاور پلی کې د يو خطرناک توپوهونکي په حيث ثابت شوی دی، تر اوسه پورې يې ۲۷۷ منډې د ۲ نيمه سليزو سره لري، چې د کلکتې لپاره يې ترټولو ډېرې ۱۴ ویکټې هم اخيستي دي.
۲ـ د انډررسل بريدکوونکې توپوهنه

انډر رسل په نړيوال کرکټ کې د تېرو څو کلنو راهيسې په خورا ظالمانه ډول کش ورکړی او د توپ اچوونکو هيڅ احترام يې ندی کړی.
رسل په ۲۰۱۴ز کال کې د کلکتې سره يوځای شو، خو په ۲۰۱۷ز کال کې د هر ډول نړيوال کرکټ څخه د بنديدا له امله د کلکتې لپاره هم ونه لوبېد.
سږکال انډر رسل په بېل توپير لوبه کوي، داسې برېښي چې د تېر کال زور هم سږکال ترې باسي، ده په اوسنيو لوبو کې ۲۴۹ منډي ترسره کړي او ۱۰ لوبغاړي يې سوځولي دي.
ډېری وختونه کلکته نايټ رايډرز لوبډله د انډر رسل په توپوهنې او توپ اچوونې سره لوبه ګټي.
۳ـ عمومي توپوهنه

کلکته په هر دور کې خورا ښه توپوهونکي لري، چې ډېری وختونه د مقابل لوبډلې لپاره د سر درد تمام شوي وي.
د سږکال توپوهونکي يې په خورا بريا سره مخ په وړاندي روان دي او هيڅ ډول پريشر نه مني.
اوپنران سونيل نارين او کريس لين په هره لوبه کې حداقل دومره منډي کوي چې په منځنيو اوورونو کې پر راتلونکو توپوهونکو ونه غميږي.
په وروستيو کې د دنيش کارتيک او روبين اوتاپا راتګ هرکله لوبه په بل مخ اړوي، اوتاپا په هره لوبه کې د سپينرانو دښمني اخیستې.
انډر رسل، شوبمان ګېل او نيتېش رانا بيا په وروستيو اوورونو کي د هيڅ توپ اچوونکي په وړاندي رحم نلري، دغه درې ياران د ډېرو منډو په نوملړ کې هم ځای لري.
۴ـ د کارتيک لوبډلمشري

تر سږ IPL مخکي به مو د بنګلدېش سره د هندوستان د سېريز وروستۍ لوبه ياد وي، نو ځکه يې نور تفصيل ته اړتيا نشته.
دنېش کارتيک د هند د ملي لوبډلې ترڅنګ د کلکتې لوبډلي لپاره هم خپله دنده په ښه ډول سرته رسولې ده.
دی د يوې ښې لوبډلمشرۍ ترڅنګ غوره توپوهنه او ویکټ ساتنه هم کوي.
د مخه تردې چې دی د کلکتې لوبډلمشر شي د دريو نورو لوبډلو سره هم لوبېدلی دی او ۳۳۱۵ منډي يې ترسره کړي، چې سږکال يې تر اوسه ۴۱۲ منډي د لوبډلمشر په حيث ترسره کړيدي.
تر اوس مهاله يې خپله لوبډله د پلې اپ ترپولو رسولې ده.
۵ـ غوره توپ اچوونه

کلکته نايټ رايډرز لوبډله د IPL له پيل څخه په توپ اچوونه پېژندل کيږي او هرکله يې په توپ اچووني سره مقابل لوبډله له يولړ ستونزو سره مخامخ کړې وي.
کلکته د قوي توپ اچوونکو درلودونکې ده، چې سونيل نارين، پويش چاولا او کولديپ ياداو يې مثالونه دي.
سونيل نارين د کلکتې لپاره ترټولو ډېرې ۱۲۷ ویکټي اخيستي دي، پيوش چاولا چې غوره سپينر توپ اچوونکی دی اکثريت وخت پياوړي توپوهونکي سوځوي، کولديپ ياداو ځوان توپ اچوونکی د کلکتې سره له پخوا څخه وو خوله ملي لوبډلې سره په ۲۰۱۷ز کال کې يوځای شو.
په تېزه توپ اچوونه کي هم کلکته لوبډله ساری نلري، انډر رسل د توپوهنې ترڅنګ په تېزه او پياوړي توپ اچوونې سره هم خورا مشهور دی.
ورسره جاون سيرلز، شيوام ماوي او پرسيد کريشن يې ځوان تېز توپ اچوونکي دي.
اسټرالياوی ميچل جانس چې هرکله ورته د لوبډلې اړتیا پيدا شوې وي، د خپلي تجربې پربنسټ يې غوره توپ اچوونه نندارې ته وړاندې کړې ده.