د افغانستان، ویسټ انډیز او اسټرالیا د درې اړخیزې لوبلړۍ په اړه

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

 

د ۲۰۲۰ کال د اګسټ په ۲۱ مه ځېنو رسنیو د افغان کرکټ بورډ له قوله خبر خپورکړ، چې افغانستان به په هندوستان کې د درې اړخیز شل اوریز سیریز کوربتوب کوي.

خبر و چې افغانستان به د اسټرالیا او ویسټ انډیز لوبډلې مېلمنې کوي او شل اوریزې لوبې نندارې ته وړاندې کوي.

اوس د یاران ځېنو لوستونکو پوښتنې کړي، چې هغه لوبلړۍ څنګه شوه، شته او کنه؟

د دې لوبلړۍ په اړه باندې ۲۰۲۰ کې درې واړو کرکټ بورډونو د هوکړې سر خوځولی و؛ خو لا هم دقیقه نېټه نه ده اعلان شوې.

سیریز د ۲۰۲۱ کال د نړیوال شل اوریز جام څخه وړاندې ترسره کېږي.

لا هم نړیوال جام ته پنځه میاشتې پاتې دي او د درې اړخیزې لوبلړۍ لوبې به هم د نړیوال جام په درشل کې ترسره شي.

تر دې دمه افغانستان له اسټرالیا سره شل اوریزو لوبو کې نه دی مخ شوی او که دا لوبلړۍ ترسره شي، دا به لومړی ځل وي، چې افغانستان او اسټرالیا شل اوریزو لوبو کې مخ کېږي.

دلته افغانستان په هند کې د دوو نورو هېوادونو کوربتوب ته ټټر وهلی دی؛ خو که هند کې راتلونکو پنځه میاشتو کې بیا هم کورونا وایروس پراخ وي، بیا نو کوربتوب په هند کې له ستونزو سره مخ کېږي.

که بیا هم لوبې کېږي، بیا به افغانستان په دوبۍ کې کوربتوب ته غاړه کېږي.

خو ښایي نړیوال جام د هند پرځای په سریلانکا، انګلستان او یا هم دوبۍ کې ترسره شي.

۲۰۲۰ کې کله چې جا عبدالرحیمزی د کرکټ اجرایه رئیس شو، نو هغه هم د دې سیریز په اړه ویلي وو، چې دا سیریز به درې اړخیز وي او له نړیوال جام څخه به څو ورځې وړاندې ترسره شي.

۲۰۲۰ کې د افغانستان او زِمبابوې ترمنځ د پنځه لوبو لوبلړۍ د کورونا له امله کېنسل شوې وه.

نو د افغانستان د درې اړخیزې لوبلړۍ په اړه خبر همدا دی، چې د دې لوبو خبره شوې ده، درې واړه کرکټ بورډونه سره سلاح شوي دي؛ خو دقیقه او مناسبه نېټه یې هم تراوسه نه ده اعلان شوې.

خو ښایي څلور میاشتې وروسته یې پته ولګي.

 

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.