جلال اباد کې د شهید نجیب الله ترکي کرکټ لوبغالي چارې دېرش سلنه بشپړې شوي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د افغانستان په ډېری ولایتونو کې اوس کرکټ لوبغالي شتون لري؛ خو د مرکز کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې په تمامه معنا معیاري لوبغالي لا هم نه دي جوړ شوي.

په اصطلاح مونږ لاهم افغانستان کې یو نړیوال معیاري کرکټ لوبغالی نه لرو.

کرکټ بورډ هڅې پیل کړي، چې د مرکز کابل په ګډون په ولایتونو کې په نړیوالو معیارونو برابر لوبغالي جوړ کړي.

له دغو لوبغالو څخه د شهید نجیب ترکي کرکټ لوبغالی دی، چې د جلال اباد ښار په شمالي څنډه کې د کابل د بهانده سیند پر غاړه د ولایت مقام شاته په یوه ښایسته سیمه کې موقیعت لري.

د دې لوبغالي د ځمکې پر ملکیت له پنځه کلونو راهیسې لانجه وه او بالاخره په ۲۰۲۰ز کې یې کرکټ بورډ ملکیت تثبیت کړ او ځمکه د کرکټ بورډ په تصرف کې راغله.

د کرکټ د ساختماني برخې انجینر صدیق الله احمدزي په وېنا دا ځمکه له پنځه میلیونو افغانیو لوړ ارزښت لري.

د صدیق الله احمدزي په خبره د دې لوبغالي دېرش سلنه چارې بشپړې شوي، چې احاطوي دېوال او د چمن برخه کې یې پرمختګ شوی دی او لا یې چارې روانې دي.

په ننګرهار کې یو لوبغالی شتون لري، چې د ښار په ختیځه څنډه کې د غازي امان الله خان په ښارګوټي کې دی.

د یاد لوبغالي موقیعت داسې دی، چې له ښاره لېرې دی، د امنیت برخه کې ستونزې دي او همدارنګه د برېښنا نشتون یې مشکلات پراخ کړي دي.

که د بهسود پول ترڅنګ د شهید نجیب الله ترکي لوبغالی جوړ شي، نو دا به د ختیځ په کرکټ او بیا د افغانستان په کرکټ کې لویه لاسته راوړنه وي.

اوسمهال په ټول هېواد کې په شاوخوا لس لوبغالو کارونه روان دي.

په کابل کې هم معیاري لوبغالي ته اړتیا ده او کرکټ بورډ ورته د کابل په الوخېلو سیمه کې ځمکه ځانګړې کړې او د کرکټ بورډ مسوولین وایي، چې دوی به په دې سیمه کې یو معیاري نړیوال لوبغالی جوړ کړي.

د ننګرهار د لوبغالي په اړه د ننګرهار ورزشي خبریالانو اتحادیې هڅې

ننګرهار کې د ورزشي خبریالانو مشر اباسین امرخېل ویلي دي، چې « د ننګرهار ورزشي خبربالانو اتحادیې غړو او د کرکټ بورډ ادارې له لورې ګُمارل شوي انجنیرۍ پلاوي د شهید نجیب الله ترکي کرکټ لوبغالي چارې له نږدې و ارزولې.

نیوکې وې، چې د لوبغالي څلورو دیوالونو کې دویم نمبر خښته لګول شوې، پورانه یا ډکون یې خراب شوی، ځای جبه وه چې اوبه یې لرلې، اوس مهال په سمه توګه نه دی پوخ شوی او دغه راز د ننګرهار کرکټ بورډ ادارې ویلي، چې د لوبغالي نقشه له دوی سره نه شرېکېږي تر څو له چارو یې سمه څارنه وشي.

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې له لوري راغلي د انجنیرۍ پلاوي، ننګرهار کرکټ ادارې او د ننګرهار ورزشي خبریالانو اتحادیې غړو په ګډه د لوبغالي له چارو ليدنه وکړه.

انجنیرۍ پلاوي د ورزشي خبریالانو اتحادیې پوښتنو ته ځواب ووایه او د لوبغالي په چارو کې ستونزې یې له ځان سره یادداښت کړې، تر څو یې د سمون په موخه مرکزي ادارې سره شریکې کړي.

پلاوي ډاډ ورکړ، چې ستونزو ته به لاسرسی کېږي او لوبغالی به په معیاري توګه رغول کېږي».

ټول هېوادوال له کرکټ بورډ څخه غواړي، چې چارې په راڼه ډول مخته یوسي او معیاري لوبغالي ولس او لوبغاړو ته په واک کې ورکړي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.