د اروپا د اتلانو فوټبال لیګ د ۶۶م پړاو اتلولي په پار تېره شپه دوې انګلستانۍ لوبډلې «چلسي او منچسټر سیټي» یو د بر پر وړاندې د ترکیې په استانبول ښار کې ولوبېدې، چې پکې چلسي فوټبال لوبډلې ۱ ګول پر ۰ منچسټر سیټي ته ماتې ورکړه او د دویم ځل لپاره یې د اروپا د اتلانو فوټبال لیګ «چمپېنزلیګ» کې لومړی مقام خپل کړ.
د چلسي لپاره یاده یوازینۍ ګولوهنه کیا هاویرټز په ۴۲مه دقیقه کي ولګوله.
پایلوبه
https://youtu.be/7PqREBvuULM
د پایلوبې مراسم
د اروپا د اتلانو لیګ «چمپېنزلیګ» ګټونکې لوبډلې
ددې لیګ تراوسه ۶۶ پړاونه ترسره شوي، چې هر کال د اروپا د پنځو مشهوره او نامتو پنځو لیګونو څخه پکښي ۳۲ قوي لوبډلې یو د بل پر وړاندي لوبیږي.
د چمپېنزلیګ تر ټولو زیاته اتلولي ریال ماډریډ ۱۳ ځلې خپله کړه.
۱ـ ریال ماډریډ؛ ۱۳ ځلې، «۱۹۵۶، ۱۹۵۷، ۱۹۵۸، ۱۹۵۹، ۱۹۶۰، ۱۹۶۶، ۱۹۹۸، ۲۰۰۰، ۲۰۰۲، ۲۰۱۴، ۲۰۱۶، ۲۰۱۷، ۲۰۱۸»
۲ـ مېلان؛ ۷ ځلې، «۱۹۶۳، ۱۹۶۹، ۱۹۸۹، ۱۹۹۹، ۱۹۹۴، ۲۰۰۳، ۲۰۰۷»
۳ـ بایرون مونیخ؛ ۶ ځلې، «۱۹۷۴، ۱۹۷۵، ۱۹۷۶، ۲۰۰۱، ۲۰۱۳، ۲۰۲۰»
۴ـ لیورپول؛ ۶ ځلې، «۱۹۷۷، ۱۹۷۸، ۱۹۸۱، ۱۹۸۴، ۲۰۰۵، ۲۰۱۹»
۵ـ بارسلونا؛ ۵ ځلې، «۱۹۹۲، ۲۰۰۶، ۲۰۰۹، ۲۰۱۱، ۲۰۱۵»
۶ـ اژاکس؛ ۴ ځلې، «۱۹۷۱، ۱۹۷۲، ۱۹۷۳، ۱۹۹۵»
۷ـ منچسټر یونایټیډ؛ ۳ ځلې، «۱۹۶۸، ۱۹۹۹، ۲۰۰۸»
۸ـ انټر مېلان؛ ۳ ځلې، «۱۹۶۴، ۱۹۶۵، ۲۰۱۰»
۹ـ یوونټوس؛ ۲ ځلې، «۱۹۸۵، ۱۹۹۶»
۱۰ـ بینیفیکا؛ ۲ ځلې، «۱۹۶۱، ۱۹۶۲»
۱۱ـ چلسي؛ ۲ ځلې، «۲۰۱۲، ۲۰۲۱»
۱۲ـ نوتنیګام؛ ۲ ځلې، «۱۹۷۹، ۱۹۸۰»
۱۳ـ پورټو؛ ۲ ځلې، «۱۹۸۷، ۲۰۰۴»
۱۴ـ سلتیک؛ ۱ ځلې، «۱۹۶۷»
۱۵ـ همبرګر؛ ۱ ځلې، «۱۹۸۳»
۱۶ـ سټووا؛ ۱ ځلې، «۱۹۸۶»
۱۷ـ بورسیا دورتمند؛ ۱ ځلې، «۱۹۹۷»
۱۸ـ پيانورډ؛ ۱ ځلې، «۱۹۷۰»
۱۹ـ اسټون ویلا؛ ۱ ځلې، «۱۹۸۲»
۲۰ـ اینډهون؛ ۱ ځلې، «۱۹۸۸»
۲۱ـ ریډ سټار؛ ۱ ځلې، «۱۹۹۱»