په شل اوریزو لوبو کې افغانستان فوق العاده لوبغاړي لري، چې په تېر کې شهزاد محمدي د افغانستان لپاره یو له بریالیو وېکټ ساتونکو توپوهونکو څخه و.
نوموړی د وېکټ ساتنې ترڅنګ په توپوهنه کې چټک و او هر وخت یې د افغانستان لپاره ښې لوبې کړې وې.
دلته د هغو لوبغاړو په اړه معلومات درکوو چې په شل اوریزو لوبو کې یې د وېکټ ساتونکو په توګه ډېرې منډې کړي دي.
سارا ټېلر
د انګلستان ښځینه کرکټ لوبډلې وېکټ ساتونکې توپوهونکې ده، دې په شل اوریزو لوبو کې تر نورو وېکټ ساتونکو زیاتې منډې کړي دي او خپلې منډې یې تر ۲۱۰۶ پورې رسولي دي.
شهزادا محمدي
دویم وېکټ ساتونکی شهزاد محمدي دی، چې په وېکټ ساتونکو توپوهونکو کې یې په شل اوریزو لوبو کې تر نورو زیاتې منډې کړي.
شهزاد محمدي په شل اوریزو لوبو کې د نارینه وو لوبغاړو له منځه لومړی توپوهونکی دی، چې زیاتې منډې یې کړي دي.
هغه د وېکټ ساتونکي په توګه ۱۹۱۸ منډې کړي دي او په شل اوریزو لوبو کې یې یوه سلیزه او ۱۲ پنځوسیزې هم وهلي دي.
الیسا هیلي
د اسټرالیا ښځينه کرکټ لوبډلې مخکښه توپوهونکې او د مېچل سټارک مېرمن ده، دې د وېکټ ساتونکې توپوهونکې په توګه په شل اوریزو لوبو کې ۱۸۲۳ منډې کړي دي په ښځينه لوبغاړو کې دویم او په عامه کچه درېیمه لوبغاړې ده، چې زیات سکور یې کړي دي.
ایم ایس ډوني
د هندوستان نامتو هېټر او پخوانی لوبډلمشر و، چې په شل اوریزو لوبو کې یې د نارینه وو په کچه دویم مقام د وېکټ ساتونکو توپوهونکو منځ کې نیولی دی او په ټوله کچه یې بیا څلورم مقام خپل کړی دی.
ده ټولې ۱۶۱۷ منډې کړي دي.
جاس بټلر
جاس بټلر د انګلستان پیلیز وېکټ ساتونکی توپوهونکی دی، دی خورا چټکه توپوهنه هم کوي او په شل اوریزو لوبو کې یې د وېکټ ساتونکي توپوهونکي په توګه ۱۶۱۵ منډې کړي.