راټولونکې: مریم محمدي
روژه نيول په مسلمان فرض ده. الله تعالى فرمائي:
ژباړه: (اى مومنانو! فرض شوې ده په تاسو روژه لکه چې په مخکنيو مسلمانانو فرض شوې وه. ددې لپاره چې په تاسې کې تقوا او پرهيز ګاري پيدا شي.)
رسول الله (ص) فرمائي: چې په روژه کې د انسان د هر نيک عمل په مقابل کې نيکي زياتېږي. د يوې نيکۍ په مقابل کې لسو څخه تر ٧٠٠ ځلو پورې نيکۍ زياتېږي.
کله چې انسان روژه وي، نو د بې ځايه او ناروا خبرې او شور دې نه کوي. او که څوک ورسره جنګ کوي نو ورته دې ووایي چې زه رژه يم.
روژه د نورو دنيوي او اخروي ګټو تر څنګ د مثبتو احساساتو لکه مينه، رحم او اعتماد د پياوړتيا او د منفي احساساتو لکه وېرې، نفرت او حسد د له منځه تلو لامل کېږي او د ژر زړېدو مخه نيسي.
د روژلې نیولو یو شمیر ګټې دا دي:
١- د روژې په هره شپه کې الله تعالى ځېنې بنده ګان د اور څخه خلاصوي.
٢- د روژې په راتللو سره د دوزخ دروازې بندېږي.
٣- د روژې په مياشت کې د ليلة القدر شپه هم شته چې د زرو شپو څخه غوره ده.
۴-د روژې اجر د نورو عملونو څخه زيات دى چې الله ج د ١٠ څخه تر ٧٠٠ پورې اجرونه ورکوي.
۵- روژه نيوونکي لپاره خوشحالي د قيامت په ورځ کې د الله تعالى سره لېدنه ده.
۶- روژه د دوزخ د اور لپاره ډال دى .
۷- روژې سره انسان د بدو خبرو او شور څخه خلاصیږي کېږي
.
۸- روژې سره انسان بدو ردو او جنګ څخه بچ کېږي.
۹- روژه نيوونکى به جنت ته د باب الريان دروازې څخه ننوځي.
۱۰- په روژه کې د الله تعالى له لورې اعلان کوونکي اعلان کوي.
۱۱- رسوالله (ص) فرمائي: چې هر هغه انسان چې روژه ونيسي. د ايمان د له کبله او د ثواب د غوښتلو له کبله يې مخکني ګناهونه بښل کېږي.
۱۲- روژه د صبر مياشت ده. او د صبر ثواب او بدله جنت دى.
۱۳- د روژې په مياشت الله تعالى د مومن رزق زياتوي.
هر انسان چې روژه دار موړ کړي. الله تعالى به دا داسې حوض څخه اوبه ورکړي چې بيا به نه تږى کېږي، تر دې چې جنت ته ننوځي.