د ویسټ انډیز لیګ، لوبډلې یې او ترسره شوې بولي یې
د ویسټ انډیز هیواد د کرکټ کورنی لیګ «CPL» نهم پړاو د روان ۲۰۲۱م کال د اګسټ میاشتې په ۲۸مه نېټه د ویسټ انډیز په کیټس اینډ نیویس جزیره کې پيلیږي او د سیپټمبر میاشتې تر ۱۹مې نېټې پوري به دوام وکړي.
نویز پارادوس، بارابادوس پریندیس، جیمیکا تلاواز، لوکا زووکس، ګیانا امازون وایررز او ترینګابو نایټ رایډرز هغه شپږ لوبډلې دي، چې ددې لیګ په نهم پړاو کې به یو د بل پر وړاندې ولوبیږي.
ددې لیګ لپاره د لوبغاړو د پیر «بولي» مراسم پرون جمعه سهار ۹ بجې پيل شوه او د ماښام تر ۶:۳۰ بجو ېې دوام وکړ، چې پکې شپږ واړه لوبډلو خپلې لوبډلې بشپړې کړې.
شپږ اخیستل شوي افغان لوبغاړي
په پرونۍ بولي کي ددې لیګ لپاره پنځه افغان لوبغاړي، وقار سلامخېل، ابراهیم ځدران، قیس احمد، شفیقالله غفاري او رحمنالله ګربز واخیستل شول، خو د نوینالحق سره وار له مخي خپلې لوبډلې «ګیانا امازون وایررز» سږ کال د لوبېدو په موخه تړون کړی و او له ځان سره یې ساتلی و.
۱ـ وقار سلامخېل: ګیانا امازون وایررز لوبډلې واخیست،
۲ـ نوین الحق: ګیانا امازون وایررز لوبډلې سره تړون کړی و،
۳ـ ابراهیم ځدران: جمیکا تلاواس لوبډل واخیست،
۴ـ قیس احمد: جمیکا تلاواس لوبډلې واخیست،
۵ـ شفیقالله غفاري: بارابادوس تریندیس لوبډلې واخیست،
۶ـ رحمنالله ګربز: نویس پاتروتس لوبډلې واخیست.
ددې لیګ په تېر کال کې اخیستل شوي افغان لوبغاړي
محمدنبي عسی خېل، راشدخان ارمان، نجیب الله ځدران، مجیب ځدران، نوین الحق او ظاهرخان هغه ۶ افغانان دي، چې تېر کال د ویسټ انډیز هیواد په کورنیو تجارتي سیالیو کې ولوبېدل، خو رحمن الله ګربز، قیس احمد او نوراحمد لکڼوال بیا هغه درې افغان لوبغاړي وه، چې په دې لیګ کې بیلابیلو لوبډلو واخیستل، خو د ویزې د نه درلودلو له امله د یادو سیالیو څخه پاته شول.
ددې لیګ په تېرو اتو پړاونو کې ګټونکې لوبډلې
۱ـ ۲۰۱۳م کال؛ جمیکا تلاواس
۲ـ ۲۰۱۴م کال؛ بارابادوس تریندیس
۳ـ ۲۰۱۵م کال؛ ترینداد، توباګو ریډ سټیل
۴ـ ۲۰۱۶م کال؛ جمیکا تلاواس
۵ـ ۲۰۱۷م کال؛ ترینباګو نایټ رایډرز
۶ـ ۲۰۱۸م کال؛ ترینباګو نایټ رایډرز
۷ـ ۲۰۱۹م کال؛ بارابادوس تریندیس
۸ـ ۲۰۲۰م کال؛ ترینباګو نایټ رایډرز