څنګه، د ژوند ملګري لپاره مینه ناک او زړه راښکوونکی اوسو؟

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه
ژباړه: حماد هلال

محبوبیت ارثي ندی، نو احتمالاً هغوی کوم څه ترسره کوي، چې د خلکو په زړه کې ځای نیسي. په دې لیکنه کې غواړو له ځینو هغو رازونو پرده پورته کړو او تاسو ته یې زده کړو، څنګه د هغه شخص زړه لاسته راوړئ چې مینه ورسره لرئ.

هغه و ازمایئ

مقابل لوري وازمایئ او هغه پرېږدئ چې تاسو وازمايي. ممکن چې خلک بې له دوکې او منفاقت هم د یو بل څخه کرکه وکړي، کله چې حس کی یو کس د باور وړ ندی، ډېر زر ورسره خپلې اړیکې پرېکی. زموږ محبوبیت هغه وخت ډېرېږي چې کله موږ په ټولنه کې په دې صفت مشهور چې د څنګ خلکو ته ازموینه ورکوي او ازموینه ترې اخلو. هر څوک غواړي خلک د دوی مرتبه وازمايي، مګر څوک دا نه خوښوي چې د هغه کړنې، چلند او خبرې دي په پټه وڅارل شي.

خلک معمولاً هغه کسان نه خوښوي، چې په هغوی بدګمانه وي او ټولنیز اصول نه مراعاتوي. که هغوی وپوهېږې موږ ترې ازموینه اخلو، نو موږ سره یې علاقه پیداکېږی او د دې په اساس مینه ډېرېږي. په دې دلیل باید له هغو اشخاصو اوسو، چې ظاهر او باطن یې یو شی اوسي ځکه دوی له هرې ازموینې بریالي راوځي.

هغه ته د خوندې اوسېدو احساس ورکړئ

د ژوند هر ملګری اړتیا لري، چې د خوندي اوسېدو احساس وکړي او هغه وخت د مقابل لوري نظر ستاسو لوري ته راوړي چې دا احساس ورکړې. تاسو هم خوښوئ کله چې غلی او تالاک کې ډوب یاست، د ژوند ملګرې مو څنګه ته کېني او د هغه حس په اړه چې ته یې لرې خبرې درسره وکړي. حتا غواړئ، پوښتنه درنه وکړي چې مخکې ورځو کې ارامه وې اوس دې څه شی رنځوي. همدا شوک بسنه کوي، د هغو ستونزولپاره چې په تاسو یې هجوم راوړی، د مېرمنې سره په خبرو کولو ستاسو ذهین به ارامه شي.

په حقیقت کې ټول خلک خوښوي، چې په امن شرایطو کې اوسي ترڅو وتوانېږې خپلې انديښنې او فشار ختم کړي. د نورو په زړنو کې د محبوبیت غوره لاره دا ده، چې وشې کولی مقابل لوري ته وښایې چې یو خوند ځای ورته برابرولی شې.

تاسو باید شتون ونلرئ

دیوید لیدمن، د چلند متخصص وايي: څومره ډېر چې یو کس سره اړیکه ولرې، هغه شخص به تاسره همدومره مینه ولري. مطالعات ښايي د یو څه سره دوامداره اړیکه موږ هغه ته لا علاقمند کوي. ( یوازې هغه وخت دا نظریه سمه نده، چې زموږ لومړنی عکس العمل هغه ته منفي وي)  نو د اشنایۍ په پیل کې د کنار تللو، تیښتې او مبهم لاسرسي ( ځان پټول) څخه ډډه وکړئ.

د دې په ځای د داسې بهانو په لټه کې اوسئ، چې د هغه په څنګ کې پاتې شئ. خو دا د ستونزې یوازینی حل ندی، ځکه په دوامداره توګه اړیکه نیول د یو څه وخت تېریدو وروسته ممکن هغې ته ستړې کوونکې شي، نو د دې په اساس هغه وخت چې ډاډه شوې، چې ځان ته دې علاقمنده کړې او ورته ګران یې، په تدریجي ډول خپل شتون کم او لږ باید درته لاسرسی ولري. دې کار ته ترهغې ادامه ورکړئ، چې ستاسو  اړیکه د کومو ستونزې لپاره په بحران کې وي هغه حل شي.

ازادي ورکړئ

پروفیسور دن نیوهارت وایي: نران باوري لري، چې د واده څخه وروسته یې شخصیت هیڅ تعییر نکوي. هغه ته دا وښایئ چې تاسو نه غواړئ د هغه شخصت ته بدلون ورکړئ، په دې کاره سره دا ثابتېږي، هغه چې هر ډول دی تاسو ته قبول دی.

په مقابل شخص مو هیڅ ډول بندیزه مه لګوئ. ډېری اشخاص د بندیز لګول څخه کرکه لري، نو په دې اساس هیڅ محدودیت مه لګوئ. په دې کار سره ستاسو لپاره هغه ښه احساس پیداکوي.

ورته والی (مشابهت) معجزه ده

لکه څنګه چې تاسو ښه پوهېږئ، خلک په متضادو خصوصیاتو د یو بل سره نه جزبېږي. موږ تل د ژوند ملګري سره د ګډو مشابهتونو په لټه کې یوو. ډېری وختونه موږ ترجیح ورکوو د هغوو خلکو ملګری نشو، چې زموږ سره مشابهت ونلري، که بیا هم ورسره ملګري شو، ډېره ناسته ولاړه ورسره نکوو. نو قاعده دا ده چې موږ به باید د هغه چا سره چې زموږ سر تفاوت ولري ملګري پاتې نشو. مهمه دا ده چې په یو شخص تل مئین  اوسو کنه دیو دوه ورځو مینه چنداني ارزښت نلري.

جالبه ده چې پوه شئ، یوازې اخلاقي او شخصیتي مشابهتونه د ارزښت وړندي، کله چې تاسو د هغه شخص سره چې د ظاهري بڼې له اړخه تاسو سره  ورته والی ولري، اشنا شئ، د دې احتمال چې هغه په تاسو زړه وبایلي او مینه درسره وکړي، څلور برابره ډېرېږي.

هغه ته د ملاتړ احساس ورکړئ

ډېری وختونه خلک په سختو حالاتو کې یو ملاتړي ته اړتیا لري. په هغه صورت کې چې تاسو مقابل لوري ته دیو ملاتړي رول ولرئ، دا ورته د رضایت او خوښئ احساس ورکوي. د هغه په وړاندې باید بې مسؤلیته ونه اوسې او له هرډول کمک څخه په شا نشې. همدارنګه هغه ته د بیا انرژي ترلاسه کولو او کارونه ته یې د واداره کولو لپاره باید یو چانس ورکول شي.

هغه ته د ښه احساس ورکول مو هېر نشي

څومره چې تاسې کولی شئ، د مقابل لوری له هڅونې لاس مه اخله اخلئ، ځکه تاسو چې څومره هغه د ځان په اړه خوشبین کوئ، دومره  هغه ستاسو په اړه هم خوشبینه کېږي. په واضح شکل به یې ووایم کله چې تاسو د نورو څخه انتقاد کوئ، بالااخره هغه ځای ته رسیږئ، چې هغه د ځان اړه په بدبینه کېږي، چې دا بدبیني بېرته تاسو ګرځي او مینه کولو باندې منفي اغېز کوي. دا د انسان فطرت دی، هغه څوک په تېزۍ پرې نېوکې کوي، نه یې خوښېږي.

هغه ته نظر واچوئ

دوه نفر چې په یو بل ژور مئین اوسي، هغه وخت چې خبرې کوي ۷۰ سلنه یو بل ته ګوري او هغه وخت چې بل څوک یې د خبرو منځ کې لوېږي، ورو خپل مخ د یو بل نه اړوي. په عادي خبرو کې خلک له ۳۰ تر ۶۰ سلنه وخت یو بل ته د کتلو لپاره ځانګړی کوي. 

 

 

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.