بنګله دېش د کرکټ سوپر لیګ پړاو کې لومړی مقام خپل کړ

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

د بنګله دېش کرکټ لوبډلې له سریلانکا څخه د درېیوو یو ورځنیو لوبو لړۍ په ګټلو سره د کرکټ نړیوالې شورا نړیوال جام سوپرلیګ پړاو کې لومړی مقام خپل کړ.

د بنګله دېش او سریلانکا ترمنځ درېیوو یو ورځنیو لوبو لړۍ د می په ۲۳ مه په بنګله دېش کې پیل کړې وه.

لومړۍ لوبه بنګله دېش په ۳۳ منډو وګټله او دویمه لوبه هم بنګله دېش د می په ۲۵مه په ۱۰۳ منډو وګټله.

بنګله دېش په ۴۸ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۴۸ منډې کړې وې، چې مشفق الرحیم پکې ۱۲۵ منډې وکړې.

سریلانکا په ۴۰ اورونو کې د ۹ وېکټو په نقصان سره ۱۴۱ منډې وکړې او لوبه یې په ۱۰۳ منډو وبایلله.

لوبه د باران له امله ۴۰ اورونو ته ښکته شوې وه.

دواړه لوبډلې درېیمه یو ورځنۍ لوبه د جمعې په ورځ په ډاکه لوبغالي کې ترسره کوي.

د کرکټ نړیوالې شورا د نړیوال جام د سوپر لیګ پړاو لوبو د نومرو جدول

د نومرو په جدول کې بنګله دېش لومړی مقام لري، نومرې یې پنځوس دي.

د انګلستان نومرې ۴۰ دي او دویم ځای لري، پاکستان د ۴۰ نومرو لرلو سره درېیم ځای، اسټرالیا د ۴۰ نومرو په لرلو سره څلورم، نیوزیلېنډ د ۳۰ نومرو په لرلو سره پنځم، افغانستان د ۳۰ نومرو په لرلو سره شپږم ځای خپل کړی دی.

ویسټ انډیز ۳۰ نومرې لري اووم ځای یې خپل کړی، هند د ۲۹ نومرو په لرلو سره اتم، زِمبابوې لس نومرې لري، نهم ځای یې نیولی، ایرلېنډ لس نومرې لري او لسم نمبر دی، سویلي افریقا ۹ نومرې لري، د نېدرلېنډ نومرې صفر دي او د سریلانکا نومرې دوه دي.

د کرکټ نړیوالې شورا د نړیوال جام سوپر لیګ څه شی دی؟

د ۲۰۲۰ز کال د جولای په ۳۰ مه د کرکټ نړیوالې شورا د لوبډلو ترمنځ لوبې پیل کړي دي، چې دا لوبې اصلا د لوبلړیو په ډول د لوبډلو ترمنځ کېږي.

کومې لوبډلې چې لوبې ګټي هغوی مخکې ځي او د نومرو په جدول کې لومړي مقام خواته حرکت کوي.

دا لوبې به د ۲۰۲۳ز کال د مارچ تر ۳۱ مې دوام ولري.

له دې وروسته بیا د نړیوال پنځوس اوریز جام لپاره تابیا نیول کېږي.

دا لوبې ټولې یو ورځنۍ دي، ۱۳ لوبډلې پکې شاملې دي او ۱۵۶ لوبې پکې کېږي.

همدارنګه د ټېسټ لوبو قهرمانۍ جام لپاره به د جون په ۱۸ مه به نیوزیلېنډ او هندوستان پایلوبه وکړي.