عمراکمل چې ۱۲۱ یو ورځنۍ او ۸۴ شل اوریزې لوبې د پاکستان لپاره کړي دي، له ډېرو کلونو راهیسې د پاکستان په لوبډله کې نه دی لیدل شوی.
عمراکمل چې ۳۱ کاله عمر لري، په ۲۰۲۰ز کې یې قضیه وروسته له هغې سخته شوه، چې د پاکستان کرکټ بورډ د فساد ضد کمېټې ته یې د خپل کړي فساد په اړه راپور نه و ورکړی.
اوس ځېنو سرچینو د پاکستان کرکټ بورډ له قوله ویلي که عمر اکمل د خپلو ټولو تېروتنو تاوان ورکړي، نو کولای شي، چې بېرته د پاکستان لوبډلې په لباس کې د پاکستان استازولي وکړي.
د پاکستان د ډیسیپلین کمېټې مشر ویلي، چې دغه ښي لاسي منځني توپوهونکي په دوو قضیو کې لاس درلود او پړ پېژندل شوی دی، هغه ویلي چې فساد ضد کمېټې د دویم فصل، څلورمې مادې د څلورمې فقرې له مخې عمر اکمل تخطي کړي او له همدې امله هغه له کرکټ څخه منع شوی دی.
د ۲۰۲۰ز کال په جولای کې عمر اکمل محکمې ته عرېضه وکړه او د هغه قضیه یې وڅېړله، له څېړنې وروسته د بندیز ۱۸ میاشتو ته راښکته شو.
د پاکستان کرکټ بورډ هم ویلي چې عمر اکمل باید د خپلو ټولو کړو تېروتنو جرمانه ورکړي، چې ۴ میلیونه، ۲ لکه او ۵۰ زره پاکستانۍ کالدارې کېږي.
د پاکستان کرکټ بورډ ویلي دي، چې ټول لوبغاړي باید لوبې په صادقانه ډول وکړي، که کوم لوبغاړی د فساد په قضیه کې ښکېل شي باید ژره تر ژره د فساد ضد کمېټه خبره کړي او که داسې ونه کړي، له بندیزونو سره به مخ شي.
عمر اکمل څه موده وړاندې د جرمانې ورکولو لپاره پلان جوړ کړ، فورمه یې ډکه کړه؛ خو اوس یې ویلي، چې دی له اقتصادي ستونزو سره مخ دی او نشي کولای چې ټولې پېسې ورکړي.
کله د هغه په بانکي حساب کې پیسې نه وې، نو د پاکستان کرکټ بورډ یې هم پلان رد کړی دی.
هغه په ۱۲۱ یو ورځنیو لوبو کې د پاکستان لپاره ۳۱۹۴ منډې او په شل اوریزو لوبو کې یې ۱۶۹۰ منډې کړي دي.
د عمر اکمل ګناه څه ده؟
پر عمر اکمل توردی، چې د لوبو پرمهال یې له لوبغاړو او همدارنګه سټاف یا رهبرۍ غړو سره ناسم چلند کړی دی، یعنې اخلاق یې کمزوري وو.
په پنجاب کې یې په خپل موټر یو کس هم وهلی و.
بله خبره دا وه، چې د لوبو پرمهال په فېکسېنګ یا جوړجاړي هم تورن دی.
ده ته د پاکستان کرکټ بورډ ویلي وو، چې د خپلو کړنو په اړه یو راپور چمتو کړي، خو ده دغه راپور نه و چمتو کړی او بې پروایي یې کړې وه؛ نو د پاکستان کرکټ بورډ د فساد ضد کمېټې یې قضیه پرانیستله او بالاخره لومړیو کې له درې کلن بندیز، بیا اتلس میاشتو ته راښکته شو او بالاخره یو کلن بندیز سره مخ شو.
له ده وغوښتل شول، چې د تخطیو په خاطر پېسې د جرمانې په ډول ورکړي، خو دې برخه کې هم دی ناکام شو او لا بندیز سره مخ دی.
۲۰۲۰ز کې د هغه قضیه
د پاکستانۍ کرکټ لوبډلې منځنی توپ وهونکی عمر اکمل د اپرېل ۲۷ مه نېټه د لاهور ښار په یوه محکمه کې د نظم اصولو په ماتولو تورن شو او په دې وجه له هر ډول کرکټ څخه درې کاله محروم شوی و.
عمر اکمل د دوشنبې په ورځ د اپرېل په ۲۷ مه نېټه په ۲۰۲۰ز کې د لاهور ښار په یوه محکمه کې د خپلې قضیې په تړاو حاضر شوی.
په هغه شاوخوا ۱۲ قضیو کې تور و، چې د کرکټ نظمي اصول یې مات کړي وو او له لوبغاړو او کرکټ بورډ له مشرانو سره یې لفظي شخړې کړې وې.
عمر اکمل په ۲۰۰۹ز کال کې د پاکستان لوبډلې ته راغی او تر ۲۰۱۵ م کال پورې د پاکستان په لوبډله کې یو بریالی کرکټ لوبغاړی بلل کېده؛ خو له ۲۰۱۵ز کال وروسته یې د پاکستان په لوبډله کې ونډه کمه شوه.
هغه د دې سربېره د پاکستان سوداګریز کرکټ لیګ کې د کوېټې کرکټ لوبډلې سره لوبېده.
خو د ۲۰۲۰ز کال پنځم پړاو پي ایس ایل سیالیو کې ورته اجازه ورنه کړل شوه او له لوبو محروم شو.