په PSL لیګ کې د افغانانو په ګډون د ټولو لوبډلو سکواډونه

سپینه تجريدي ډیزاین

ټاکل شوې د پاکستان سوپرلیګ«PSL» شپږم پړاو، چې ۱۴ لوبې یې ترسره شوي او اوس یې ۲۰ لوبې پاتې دي، د راتلونکې جون میاشتې په پنځمه نېټه د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې پیلیږي.

دا لیګ د پاکستان په کراچي ښار کې روان و، چې د کورونا له امله وځنډول شو.

راپورونه وايي، چې لوبغاړي به لومړی په کراچي او لاهور کې سره راټول، د کورونا واکسین به ورکړل شي او بیا ابوظبۍ ته سفر وکړي.

په دې لیګ کډونوالو لوبډلو ځانونه ته وړمه ورځ یو شمېر نور نوي لوبغاړي هم واخیستل.

 

د پاکستان په سوپرلیګ کې افغان لوبغاړي

 

ددې لیګ په پيل کې پنځه افغان لوبغاړي محمدنبي، راشدخان، قیس‌احمد، نوراحمد لکڼوال او مجیب ځدران شامل وه، خو د سیالیو تر ځنډېدو  د راپورونو په بنسټ یو شمېر لوبغاړو پکې د بېلابیلو دلیلونو له امله د نه لوبېدو پرېکړه کړې وه.

د هغو له ډلې یو هم محمدنبي، مجیب ځدران او راشدخان ارمان وه، چې پکې د نه لوبېدو پرېکړه یې وکړه، خو پرون راشدخان ارمان یوځلې بیا لاهور قلندرز لوبډلې خپل ځان ته واخیست او پکې وبه لوبیږي.

اوس د پاکستان سوپرلیګ په پاتې لوبو کې به، راشدخان، نجیب‌الله ځدران، نوراحمدلکڼوال، وقار سلام‌خېل، رحمن‌الله ګربز او ظاهرخان ولوبیږي.

کراچي کینګز لوبډله کې: نجیب‌الله ځدران او نوراحمدلکڼوال.

پېښور زلمي لوبډله کې: وقار سلام‌خېل.

ملتان سلطانز لوبډله کې: رحمن‌الله ګربز.

لاهور قلندرز لوبډله کې: راشدخان ارمان.

کویټه ګلډیټرز لوبډله کې: ظاهرخان پکتین.

 

د شپږ واړه لوبډلو سکواډونه

 

۱ـ اسلام اباد یونایټیډ

 

شاداب خان، احمد سافع عبدالله، علي خان، اکیف جاوید، اصیف علي، کولین مونرو، فواد عالم، فهیم اشرف، حسن علي، حسین تالات، افتخار احمد، محمد وسیم، محمد اخلاق، موسی خان، روهېل نظیر، عثمان خواجه، ظفر ګوهر او زیشان زمیر.

 

۲ـ کراچي کینګز

 

عماد وسیم، عباس افریدی، امیر یمین، ارشاد اقبال، بابراعظم، چادویک ولټان، ډانش عزیزي، مارټین کوپټیل، محمد عامر، محمد الیاس، محمد حارث، تیسارا پریرا، نجیب‌الله ځدران، نوراحمد لکڼوال، قسیم اکرم، شرجیل خان، وقاص مقصود او زیشان مالک.

 

۳ـ لاهور قلندرز

 

سهیل اختر، احمد دانیال، بین ډنک، کالم خان، محمد فیضان، محمد حافظ، راشدخان، سلمان علي اغا، سیکوګي پرسانه، شهین شاه‌ افریدي، سلطان احمد، ټیم ډیویډ، ذاهد عالم او زیشان اشرف.

 

۴ـ ملتان سلطانز

 

محمد رضوان، حمید عظم، عمران طاهر، عمران خان، جېسن چارلیس، خوشیدل شاه، محمد عمر، عُبید مککوی، رحمن‌الله ګربز، ریلي روسو، شاهد افریدي، شهنواز ډهني، شان مسعود، شېمرون هیټمایر، سهیب مقصود، سهیب‌الله، سهیل خان، سهیل تنویر، عثمان قدیر او محمد وسیم.

 

۵ـ پېښور زلمي

 

وهاب ریاض، اکبر احمد، احمد بټ، بسم‌الله خان، ډیویډ مېلر، پابین آلین، پیډل ایوارډز، حیدر علي، امام‌الحق، کامران اکمل، محمد عامر خان، محمد عرفان، محمد عمران، محمد عمران رنډهاوا، رومان پاول، وقار سلام‌خېل، شېرپاین روتریپورډ، شعیب ملک او اُمید آصف.

 

۶ـ کویټه ګلډیټرز

 

سرفراز احمد، عبدالنصیر، انډري رسل، انور علي، آرش علي خان، عظم خان، کېمرون ډیلپورټ، پاپ ډوپلېسیس، حسن خان، جاک ویلډي ریموټ، جاک ویدرلیډ، خُرم شهزاد، محمد حسنین، محمد ناواز، نسیم شاه، سېم ایوب، عثمان خان، عثمان شینواری، زاهد محمود او ظاهرخان.

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.