د اردو ژبې مشهور لیکوال حسن سعادت پر ژوند د جوړیدونکي فلم، ټریلر خپور شو

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د اردو ژبې په مشهور ډرامه لیکوونکي سعادت حسن منټو په ژوند د بالیوډ سینما فلم د جوړیدونکي فلم ټریلر خپور شو.
ټریلر تر فلم وړاندې د فلم لنډه برخه ده چې فلم ته د ښه مارکیټ یا بازار په خاطر د سینما پر پردو او پر انټرنیټ خپریږي، تر څو لیدونکي یې وګوري او د فلم د لیدو لپاره تلوسه پيدا کړي.
کله چې یو فلم ښه ټریلر ولري او زیات وګړي په تلوسه کړي، نو هماغه یې چې ښه ګټه وټه هم کوي او په بازار کې کامیابیږي.
تازه د هند د سینما پر پردو او ټولنیره مېډیا کې د اردو ژبې د مشهور لیکوال سعادت حسن منټو پر ژوند جوړیدونکي فم ټریلر خپریږي.
په دغه فلم کې د بالیوډ د زیاتو مینوالو لرونکي ستوري نوازالدین صدیقي کار کړی او پکې د لیکوال منټو د ژوند ډېرې برخې راخیستي.
نوازالدین صدیقي تېره ورځ پر خپل ټوئټر پاڼه د خپل فلم منټو په تړاوو لیکلي و؛ د کانز د فلمونو د میلې چې اوس په کاناډا کې روانه په لومړۍ روځ یې د فلم ټریلر هم خپور شو.

دغه فلم د نندیتا داس په لارښوونه جوړیږي.
په فلم کې له ازادۍ وروسته په هېواد کې غربت او فساد چې زیات شمېر خلک ورسره مخ وي، بیان شوي.
نوازالدین صدیقي د لیکوال منټو داسي رول لوبولی چې د هېچا په وړاندې له رښتیا ویلو نه ډاریږي او د ټولني ناخوالې، سختۍ او بدې ورځې د کیسې په ډول پکې انځور شوي.
https://www.youtube.com/watch?v=M9_R-ndt8Gk
سعادت حسن منټو د اردو ژبې مشهور لیکوال دی چې زیات شمېر ډرامې، ناولونه یې لیکلي، ۱۹۱۲ ميلادي کال د مئ د میاشتې په ۱۱مه په برتانیوي هند، پنجاب کې زیږیدلی.
سعادت حسن منټو بیا په کال ۱۹۵۵ میلادي کې د جنوري د میاشتې په ۱۸ نېټه د ۴۲ کلونو په عمر د پاکستان په لاهور ښار کې مړ شو.
په رپوټ کې دا نه دي ویلي چې دغه د منټو فلم به کله د سینما په پرده وښودل شي.