له خوب وړاندې دا فکرونه له ذهن وباسئ او ارام خوب ولرئ

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

 

کله چې د شپې ویده کېږئ، نو لومړۍ خپل منفي فکرونه له ځانه لرې کړئ، ځکه کله چې ذهن کې مو هر ډول فکرونه وي هېڅکله تاسې نه پرېږدي چې ارامه ویده شئ.

ـ هره شپه له خوب نه مخکې مو که هر څومره فکر کړئ وي، خو سر له نن شپه یې پیل کړئ نور خپل د تېر وخت غلطيو په هکله فکر مه کوئ، ځان مه ځوروئ، که هر څومره بل څوک هم ستاسې ستونزه او غلطي ستا پر مخ راولي خو ته نور په هکله فکر کول پرېږده.

ـ کومه اړیکه چې مو له منځه تللې په هکله فکر مه کوه، نه دا چې خپل تېر خاطرات ذهن ته راولې او هغه لپاره وژاړې.

ـ خپل ځان د بل هېچا سره مه پرتله کوئ، د هر چا ژوند توپیر لري که کوم کار چې ته ترسره کوې هغه کې تر ټولو ښه یې ځکه هر څوک خپل ځانګړنې لري.

ـ د راتلونکې په هکله او د هغه د اسټرېس په هکله فکر مه کوئ، تل په اوس مهال کې ژوند وکړئ.

ـ تر ډېره پوري ویښ مه پاته کېږئ، ترڅو د هر څه په هکله فکر وکړئ چې ولې او څه لپاره داسې وشول. که داسې وکړې نو سهار به  ګډوډ او سردردۍ سره له خوبه ویښ ااو ټوله ورځ به مو هم خرابه وي.

ـ که هر څه هم وشي یا هر څوک هم درنه لاړ شي، د یوازیتوب احساس مه کوئ، په دې ډاډه اوسئ چې په یوازې سره هم هر څه کولای شئ.

ـ کومې غمجنې سندرې چې دې په ټیلفون کې دي هغه هر ځلي یې مه اوره، ځکه دا کار نور هم تاسو خفه کوي او په ژړا کوي مو.

ـ هر کله چې غواړئ ویده شئ د مثبتو څیزونو په هکله فکر وکړئ ترڅو د ژوند ټول منفي اړخونه مو له یاده ووځي، هر څومره چې مثبت فکر وکړئ هغومره په ارامه ویده کېدای شئ او مثبت مو فکر ځواک هم لوړولای شي.

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.