افغان لېګ برېک ګوګلي بالر راشدخان د پاکستان سوداګریزو لوبو کې د ګډون په موخه عربي متحده اماراتو ته رسېدلی او له لاهور قلندرز لوبډلې سره مل شوی دی.
د پياېساېل پاتې لوبې د جون په لومړۍ اونۍ کې پیلیږي، چې شاوخوا اته ورځې ورته پاتې دي.
د جون په لومړۍ نېټه د لاهور قلندرز او اسلام اباد یونایټېډ ترمنځ د لیګ پنځلسمه لوبه پیلیږي.
راشدخان خپلې لومړۍ دوه لوبې د لاهور قلندرز لوبډلې په ګټه په فبروري میاشت کې وکړې او له هغې وروسته بیا له زِمبابوې سره د خپلو لوبو لپاره ولاړ.
لاهور قلندرز لوبدله چې راشدخان هم ورسره لوبېږي، شپږ لوبې نورې هم لري او د جون تر ۱۴ مې نېټې به خپلې د لومړي پړاو لوبې پای ته ورسوي.
که چېري یې لوبډله نیمه پایلوبې یا هم پایلوبې ته ولاړه شي، نو راشدخان به ورسره مل وي.
بل پلو ظاهرخان هم د کوېټې لوبډلې اخیستی دی، له دې لوبډلې سره له دې وړاندې قیس احمد هم مل وي.
کله چې د جون په شلمه د پاکستان سوداګریزې لوبې پای ته ورسېږي، نو راشدخان به د انګلستان لار ونیسي او هلته به په وېټلېټي بلاسټ شل اوریزو سوداګریزو لوبو کې د سسېکس لوبدلې سره مل شي.
د انګلستان بلاسټ سوداګریزې لوبې د جون په نهمه پیلیږي او د سپټمبر تر ۱۸ مې به دوام وکړي.
محمدنبي عیسی خېل له کراچۍ کېنګز لوبډلې سره او مجیب الرحمن له پېښور زلمي لوبډلې سره لوبېدلی دی.
د راشدخان څرګندونې:
«زه ډېرخوشحاله یم چې یو ځل بیا د پاکستان سوداګریزو کرکټ لوبو کې له لاهور قلندرز لوبډلې سره یوځای کېږم، ما د دې لوبډلې په ګټه دوه ښې لوبې کړي دي، موږ ښه پیل کړی و او بیا هم هیله لرم، چې د خپلې لوبډلې لپاره بیا هم ښه لوبه وکړم».
راشدخان اوس په دوبۍ کې دی او له هغه ځایه به د انګلستان لار ونیسي او په بلاسټ سیالیو کې به ګډون وکړي.
د پاکستان سوپرلېګ کې د لوبډلو نومرې
کراچۍ کېنګز لوبډله ۶ نومرې لري، پنځه لوبو کې یې ۳ ګټلي، پېښور زلمي لوبډله ۶ نومرې لري او ۵ لوبو کې یې ۳ ګټلي، اسلام اباد یوناینټېد لوبډلې ۴ لوبو کې ۳ ګټلي، ۶ نومرې لري، لاهور قلندرز څلورو لوبو کې ۳ ګټلي، ۶ نومرې لري څلورم مقام کې ده، ملتان سلطان لوبډلې ۵ لوبو کې یوه ګټلې، ۴ یې بایللي دي او دوه نومرې لري او کوېټې لوبډلې په ۵ لوبو کې یوه ګټلې، ۴ یې بایللي او د نومرو په جدول کې وروستی ځای لري.