د انګلستان اوپنرتوپوهونکي سام بېلېنګز پر فلسطین د اسرائیلو د ظلم په اړه ناره پورته کړه.
هغه په خپله ټوېټرپاڼه د یوې لس کلنې فلسطینۍ انجلۍ د ژړا ویډیو پورته کړې ده.
په دې ویډیو کې ښکاري چې د اسرایلو د پوځ په بمبارۍ کې د دې انجلۍ د کور ټوله ودانۍ نسکوره او ویجاړه شوې ده.
انجلۍ ژاړي او وایي دوی موږ وژني، ما غوښتل چې ډاکټره شم؛ زه لس کلنه یم؛ خو دوی زما هیلې ختمې کړې، زما کور یې داسې کړ، زه اوس دا څنګه جوړ کړم.
دې انجلۍ ډېرې دردوونکې خبرې کړي دي، چې د کاڼي په څېر زړونه ورته هم نرمېږي او له سترګو یې اوښکې بهیږي.
سام بېلېنګز لیکلي دي، چې « زړه دردوونکې او زړه ماتوونکې صحنه، دلته څه روان دي».
هغه د ټوېټر په یو هشټګ کې لیکلي، چې د فلسطین لپاره دعا وکړئ.
اسرایلو د تېرو څو اوونیو راهیسې د فلسطین پر غزې تړانګې او بیت المقدس او اقصی مسجد شاوخوا سیمو باندې بمبارۍ او راکټي بریدونه کړي دي.
دوی د فلسطین اصلي وګړي له خپلو کورونو ویستلي او د هغوی کورونه یې په زور نیولي دي.
څه هم په ټولنیزو رسنیو ډېری مسلمانان د فلسطین په اړه غږ پورته کوي، خو ۲۲ عربو هېوادونو تر اوسه په دې اړه هیڅ غوڅه پرېکړه نه ده کړې.
"I don't know what to do."
A 10-year-old Palestinian girl breaks down while talking to MEE after Israeli air strikes destroyed her neighbour's house, killing 8 children and 2 women#Gaza #Palestine #Israel pic.twitter.com/PWXsS032F5
— Middle East Eye (@MiddleEastEye) May 15, 2021
یواځې ترکیه وخت نا وخت په دې اړه غږ پورته کوي.