باید دا زده کړو چې څنګه له کوم چا څخه بښنه وغواړو، ځکه دا مهمه ده چې باور بېرته ترلاسه کړو.
خپله بښنه یوه پروسه ده چې سړی بل ته د زیان رسولو مسوولیت مني، پښېماني څرګندوي.
ځینې انسانان خپل منځو کې ستونزې پیدا کوي یا کومه غلطي کوي، خو وروسته بیرته بښنه یا عذر غواړي، خو دا بښنه غوښتل یې له زړه څخه نه وي فقد په خوله وایي دا چې موږ په دې ډول بښنه غوښتل څنګه پوه شو دلته وایو:
ـ هغه بښنه غوښتل چې د ولې، او خو سره ختم شي، ښکاره کوي چې هغه کس نه دی پښېمانه او خپله غلطي په خپله غاړه نه ده اخیستې. مثلا ووایي: بښنه غواړم، خو ما کومه بله موخه نه درلوده.
ـ کله چې بښنه غوښتل د توجیه کولو سره یوځای وي. مثلا: بښنه غواړم خو ته زما په هدف پوه نشوې او زما له خبرو څخه دې بل مفهوم واخیست.
ـ بل ډول بښنه یا عذر غوښتل داسې وي چې غواړي بېرته پر مخامخ لوري نیوکه وکړي، یانې بښنه غوښتل یې د نیوکې یا اعتراض په ډول وي. مثلا: بښنه غواړم، نه پوهېدم چې داسې نری زړه لرې او ژر خفه کېږې.
ـ هغه بښنه غوښتل چې شرطونه او شرایط ولري، هغه هم له زړه نه نه وي. لکه: په هغه صورت کې درنه بښنه غواړم چې داسې یا هغسې وکړې.
ـ بل هغه ډول عذر غوښتنه ده چې یوازې د ستونزې د له منځه وړلو لپاره وي نه دا چې دوی کومه ستونزه رامنځته کړې یا کومه غلطي یې کړې. مثلا: بښنه غواړم چې په هکله یې داسې فکر دې کړئ.
ـ هغه بښنه غوښتل چې د مخامخ لوري ګرم ګڼل ورسره یوځای وي، دا ډول بښنه غوښتل هم له زړه څخه نه وي. مثلا: بښنه غواړم، خو تا مجبوره کړم چې دا کار وکړم.
ـ بښنه غوښتل پرته له دې چې په چلند کې مو بدلون راشي، نو پوه شئ دا یوازې مخامخ لوري ته بازي ورکول دي نه بل څه.