د مې په نولسمه د انګلستان د همپشایر کرکټ کلب مشر راډ برانګزګروف کرېک بز وېبپاڼې ته ویلي، چې د جون په ۱۸ مه نېټه به د ټېسټ لوبو پایلوبه نږدې ۴ زره کسان له نږدې وګوري.
هغه وایي دوی سر له اوسه ټېسټ لوبو ته د ننداره کوونکو ورپرېښودل پیل کړي دي.
د همپشایر او لېسېسټرشایر لوبه به هم نږدې ۱۵۰۰ ننداره کوونکي له نږدې وګوري.
دا لومړی ځل دی چې د ۲۰۱۹ کال سپټمبر څخه راپدېخوا ننداره کوونکي د کرکټ لوبو ته ورپرېښودل کېږي.
۲۰۱۹ ز کال څخه د کورونا وایروس د راپېدا څخه راپدېخوا د کرکټ لوبو ته ننداره کوونکي لوبغالي ته نه ورپرېښودل کېدل. راډ برانګزګروف ویلي چې د ټېسټ قهرمانۍ جام پایلوبه به د لوبو برخې ته یو بدلون ورکړي او دا بدلون به د ننداره کوونکو نږدې لید وي.
ښایي د نوموړي مطلب دا وي، چې له جون ۱۸ مې وروسته به لوبغالي د ننداره کوونکو پرمخ پرانیستل کېږي.
د انګلستان او ویلیز کرکټ بورډونو او د کرکټ نړیوالې شورا موافقه کړې، چې ۴ زره لیدونکي به له نږدې څخه لوبه وګوري، چې ۲۰۰۰ کسان به د سپانسر او نورو مالي ملاتړو لخوا وي او ۲۰۰۰ کسانو لپاره به نور ټکټونه هم وپلورل شي.
برانګزګروف ویلي چې دوی له وړاندې له زیاتو ننداره کوونکو څخه عریضې ترلاسه کړي، دا یو ستره لوبه ده او تقاضا یې هم لوړه ده.
راډ برنګزګروف په وېنا دوی اوس انتظار باسي چې د هندوستان لوبغاړي له خپلو کورنیو سره انګلستان ته د لوبو لپاره راداخل شي.
د ټېسټ لوبو قهرمانۍ جام پایلوبه
د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰۱۹ کال د اګسټ میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د ټېسټ قهرمانۍ جام په نامه لوبې پیل کړي دي.
په دې لوبو کې ټولې مخکښې لوبډلې شاملې دي.
په دې لوبو کې د ۲۰۱۹ کال د اګسټ له لومړۍ نېټې څخه ۵۷ لوبې شوي دي او پایلوبه یې د جون په اتلسمه د نیوزیلېنډ او هندوستان ترمنځ د انګلستان په ساوتمټن سیمه کې ترسره کېږي.
په دې لوبو کې د هند، نیوزیلېنډ، اسټرالیا او انګلستان لوبډلې مخکښې شوې، پاکستان، ویسټ انډیز، سریلانکا، افریقا، زِمبابوې لوبډلې ونه توانېدې چې مخکې ولاړې شي.
بیا اسټرالیا او انګلستان لوبډلې هم له پایلوبې پاتې شوې، ځکه نیوزیلېنډ او هند لوبې وګټلې.
د نومرو جدول
د نومرو په جدول کې د هند ټولې نومرې ۵۲۰ دي، د نوي زیلېنډ ۴۲۰ ، د اسټرالیا ۳۳۲ او د انګلستان ۴۴۲ دي.
دلته انګلستان ځکه څلورم دی، چې د لوبو ګټلو هغه نېټ رن رېټ د نیوزیلېنډ ۷۰ دی او د انګلستان ۶۴ دی.
د پاکستان نومرې ۲۸۶ دي، د ویسټ انډیز ۲۰۰، د سویلي افریقا ۱۴۴ نومرې دي، د سریلانکا ۲۰۰ او د بنګله دېش ۲۰ دي.