ابوظبۍ اجازه ورکړه، چې د PSL پاتې سیالۍ دي هلته وشي؛ خو…

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د راپورونو له مخې ابوظبۍ اجازه ورکړې، تر څو د پاکستان سوپرلیګ پاته ۲۰ لوبې دي د پاکستان پرځای په ابوظبۍ کې ترسره شي.

د پاکستان سوپرلیګ شپږم پړاو ۱۴ لوبې ترسره شوي، چې د کورونا له امله وځنډول شوې او اوس یې شل لوبې پاته دي، چې پاکستان کرکټ بورډ د ابوظبۍ په کوربتوب ددې ښار د مسئولینو خبر ته په تمه وه، چې دا دی تازه دې ښار ورته د کوربتوب اجازه ورکړه.

د ایسفاین کریک انفو د راپور له مخې، ابوظبۍ په یوه شرط اجازه ورکړې، تر څو ابوظبۍ ته تر داخلېدو مخکې باید د ټولو لوبډلو لوبغاړو او مسئولینو د کورونا واکسین کړی وي.

ددې لیګ پاتې ۲۰ لوبې به د جون میاشتې له لومړۍ نېټې بیا تر شلمې نېټې پورې په ابوظبۍ کې ترسره شي، چې په دې لیګ کې لوبېدونکي لوبغاړي به د مې په ۱۸مه او ۱۹مه نېټه کراچي او لاهور ښارونو کې سره راټول، بیا به د کورونا واکسین ورکړل شي او تر څو ورځې وقفې وروسته به د مې میاشتې په ۲۲مه نېټه ابوظبۍ ته سفر وکړي.

 

د پاکستان سوپرلیګ جدول

 

ددې لیګ تر دې دمه پورې ۱۴ سیالۍ شوې دي، چې کراچي کینګز لوبډلې د شپږو نمرو په درلودلو سره د جدول په لومړي ځای کې شتون لري.

۱ـ کراچي کینګز لوبډله؛ ۵ لوبې یې کړې دي، ۳ لوبې یې ګټلې، ۲ یې بایللې، ۶ نمرې لري.

۲ـ پېښور زلمي لوبډله؛ ۵ لوبې یې کړې دي، ۳ لوبې یې ګټلې، ۲ یې بایللې، ۶ نمرې لري.

۳ـ اسلام اباد یونایټیډ؛ ۴ لوبې یې کړې دي، ۳ لوبې یې ګټلې، ۱ یې بایللې، ۶ نمرې لري.

۴ـ لاهور قلندرز لوبډله؛ ۴ لوبې یې کړې دي، ۳ لوبې  یې ګټلې، ۱ یې بایللې، ۶ نمرې لري.

۵ـ ملتان سلطانز لوبډله؛ ۵ لوبې یې کړې دي، ۱ لوبه یې ګټلې، ۴ یې بایللې، ۲ نمرې لري.

۶ـ کویټه ګلډیټرز لوبډله؛ ۵ لوبې یې کړې دي، ۱ لوبه یې ګټلې، ۴ یې بایللې، ۲ نمرې لري.

 

 

د پاکستان په سوپرلیګ کې افغان لوبغاړي

 

په دې لیګ کې پنځه افغان لوبغاړي محمدنبي عیسی خېل، راشدخان ارمان، قیس احمد، نوراحمد لکڼوال او مجیب ځدران اخیستل شوي وه او ولوبېدل.

د یاد لیګ بولۍ ته ګڼو افغان لوبغاړو نوملیکنه کړې وه، خو له ډلې یې راشدخان ارمان، محمدنبي عیسی خېل، مجیب الرحمن ځدران، قیس احمد او نوراحمد لکڼوال وپېرل شول.

محمدنبي او نوراحمد د کراچي کینګز، راشدخان د لاهور قلندرز، مجیب ځدران د پېښور زلمي او قیس احمد بیا د کویټه ګلډیټرز لوبډلې سره یوځای شوي وه.

خو اوس په دې لیګ محمدنبي عیسی خېل، راشدخان او مجیب ځدران پکې د نه لوبېدو پرېکړه کړې، خو نوراحمد لکڼوال او قیس احمد به پکې وي او څو ورځې وړاندې یې بیا دوه نور افغان لوبغاړي رحمن الله ګربز او نجیب ځدران هم واخیستل.

نجیب الله ځدران کراچي کینګز لوبډلې او رحمن الله ګربز بیا ملتان سلطانز لوبډلې واخیست.

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.