وړاندې تر دې چې د اسټراليا او انګلستان تر منځ اشيز سيريز پيل سي ، د افغانستان سره لوبه کوي.
هغه يوه ټيسټ لوبه چې د کريکټ د نړيوالې شورا له لورې د نومبر مياشتې لپاره په مهالوېش کې ټاکل سوې وه چې د افغانستان او اسټراليا ترمنځ ترسره سي،کرونا وېروس د هماغه ۲۰۲۰ز ډسمبر ته وځنډوله او بيا د اسټراليا کريکټ بورډ وويله چې د ۲۰۲۱ز په اوږدو کې به دا لوبه وکړو.
نومبر ته ۵ مياشتې پاتې دي او د افغانستان کريکټ لوبډله نه اوس او نه هم د راتلونکو مياشتو لپاره د لوبو مهالوېش لري.
د انډيان اکسپريس د خبر له مخې اسټراليا کريکټ لوبډله چمتو ده چې د راتلونکې نومبر په ۲۷مه د افغانستان سره په هبارټ کريکټ لوبغالې کې لوبه وکړي.
تېرکال د افغانستان د کريکټ بورډ وياند فريد هوتک هم ويلي وه چې د ۲۰۲۱ز د نومبر په مياشتې کې به د اسټراليا سره ټيسټ لوبه ترسره کړي خو اسټراليا په دې اړه څه نه وه ويلي.
د انډيان اکسپريس په خبره اسټرليا تر دې لوبې وروسته د ډسمبر په ۸مه د اشيز لوبو لپاره په ګابا لوبغالې کې د انګلستان کوربتوب کوي ،تر هغې وروسته د ۲۰۲۲ز د جنوري مياشتې په ۱۸مه د ټيسټ ډي نايټ لوبه او تر ټيسټ لوبو وروسته د نيوزلينډ او سريلانکا سره يو ورځنۍ او شل اووريزې لوبې ترسره کوي.