د انګلستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو او تکړه ویکټ ساتونکي او توپوهونکې جوش بټلر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې د کرکټ پيلولو او کولو اصلي سرچینه یې په انګلستان کې د دوو هندي لوبغاړو د ښه ځلیدو له امله وه.
د جوش بټلر څخه په کریکبز ژوندۍ خپرونه کې وپوښتل شول، چې څنګه دي کرکټ ته مخه کړه او څنګه دي کرکټ خپل مسلک وټاکه، چې بټلر یې په ځواب کې وویل، سوراب کنګولي او راهول ډراویډ یې د کرکټ په پيلولو کې خورا لوی تاثیر پيداکړ او د دوی له زبردستې توپوهنې یې الهام واخیست.
جوش بټلر زیاته کړه:
« په ۱۹۹۹م کال کې د سریلانکا او هندوستان ترمنځ د نړیوال جام لوبه، چې د انګلستان په ټاونټون ښار کې وه، د کرکټ لوبې څخه مې لومړنۍ لیدنه وه، چې راباندي د سوراب کنګولي او راهول ډارویډ توپوهنې جالیب تاثیر وکړ او دې ته یې اړ کړم، چې زه خپله کرکټ پيل کړم.»
‘Love the shot of MS Dhoni hitting that six to win the World Cup’
Watch: #JosButtler speaks about his admiration for #MSDhoni’s calm demeanour & batting style, only on #CricbuzzInConversation#IPL2021 #CSK #Yellove pic.twitter.com/qAfvtrjbnd
— Cricbuzz (@cricbuzz) May 18, 2021
په ۱۹۹۹م کال کې د هند او سریلانکا لوبه
په ۱۹۹۹م کال د یوورځنیو لوبو د نړیوال جام په ترڅ کې د مې میاشتې په ۲۶مه نېټه هند او سریلانکا کرکټ ملې لوبډلې یو د بل پر وړاندې ولوبېدې، چې پکې هند ـ سریلانکا ته د ۱۵۷ منډو په توپير ماتې ورکړه.
په یاده لوبه کې لومړی هند توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو پنځوسو اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۷۳ منډې وکړې او سریلانکا ته یې د ۳۷۴ منډو هدف وټاکی.
د هند لپاره سوراب کنګولي په ۱۵۸ توپونو ۱۸۳ او راهول ډراویډ بیا په ۱۲۹ توپونو ۱۴۵ منډې جوړې کړې.
وروسته سریلانکا لوبډلې د لوبې په ۴۲،۳ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۱۶ منډې وکړې او ۱۵۷ منډو توپير یې د هندوستان څخه ماته وخوړه.
د یادې لوبې غوره لوبغاړی د هند سوراب کنګولي ټاکل شوی و، چې د خپلې لوبډلې لپاره یې ۱۸۳ منډې جوړې کړې وې.