په سپېن بالېنګ کې چټک توپ؛ څو تنه یې درپيژنو

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

کرکټ کې هره یوه لسیزه کې یو عجیب او له وړتیاوو ډک لوبغاړی راځي او د کرکټ په نړۍ راج کوي.

که د کرکټ لوبو په یاددښت سره استدلال وکړو، نو برېن لارا د ویسټ انډیز په لوبډله کې د ۱۹۹۰ کلونو په اوږدو کې یو غوره لوبغاړی و.

په ټېسټ لوبو کې یې ۴۰۰ ناسوځېدلې منډې تر اوسه یو ریکارډ دی.

له ده وړاند د ویسټ انډیز سر ریچارډز بل هغه لوبغاړی و، چې ۱۹۷۵ کلونو کې یې لوبې کولې د ویسټ انډیز او د کرکټ د نړۍ له خورا با ارزښته لوبغاړو څخه و.

برېټلي، فلېن ټاف، شېن وارن، شاهد افریدی، سېنت جایاسوریا، ګرېم سمېت، مورنی مورکل، ای بي ډیویلیرس، ډیل سټین، شېن واټسن، کرېس ګېل، سچین ټېنډولکر، یوراج سېنګ او داسې نور لوبغاړي په خپل وخت کې راغلي او د کرکټ په یوه برخه یې خپل راج کړی دی.

شعیب اختر بیا د توپ اچونې برخه داسې یو بالر و، چې تر اوسه یې سیال نه دی موندل شوی.

همدارنګه افغانستان د کرکټ نړۍ ته راشدخان ورډالۍ کړ او لا د کرکټ نړۍ کې دا لړۍ روانه ده.

نو دغو لوبغاړو د کرکټ نړۍ کې ریکارډونه جوړ کړي دي.

دلته د هغو سپېن بالرانو معلومات درکوو، چې د فسټ توپ اچونې د سرعت تر کچې یې توپ اچونه کړې ده.

شاهد افریدی

fastest ball.jpg

شاهد افریدی چې د شپږیزو برخه کې مشهور و، نو لېګ برېک توپ اچونه یې هم خورا خطرناکه ده.

شاهد افریدي د کرکټ برخه کې ۱۳۴ کېلو متر پر ساعت سرعت سره توپ ترسره کړی دی.

چې دا سپېډ د یو فسټ بالر لپاره هم کافي دی.

نوموړی په سپېن بالېنګ د چټک توپ ریکارډ جوړ کړی او لومړی نمبر دی.

انېل کومبلی

2 anil kumble.JPG

دا د هندوستان لېګ برېک بالر و، چې د نړۍ خطرناکو بالرانو کې حساب و.

انېل کومبلی په ۱۱۸ کېلو متر پر ساعت توپ اچونه کړې وه.

ده په ۲۰۰۰ کال اسیا جام کې خپل وېکټ ساتونکی مسلمان لوبغاړی سید سبا کریم ړوند کړی و.

د بنګله دېش پر وړاندې د هندوستان لوبه وه، چې سبا کریم په سټمپ ولاړ و، انېل کومبلی توپ ترسره کړ او د بنګله دېشي لوبغاړي حبیب البشر په پېډ ولګېد او له هغې وروسته د سبا په سترګه توپ ولګېد او ښي سترګه یې ووتله.

له دې سره د سبا کریم کرکټ ته هم د پای ټکی کېښودل شو.

چنډرا شېکر

3 chandra.JPG

چنډرا شېکر د هندوستان لېګ برېک بالر و او په ۱۹۷۱ کې یې چټک توپ ترسره کړ.

دی هغه وخت مشهور شو چې په څلورو لوبو کې یې ۳ ځلې د ویسټ انډیز خطرناک توپوهونکی سر ویویئن ریچارډز اوټ کړ.

د ده د توپ سپیډ نه دی ښودل شوی؛ خو په چټکو سپینرانو کې یې نوم ذکر شوی دی.

اجېنتا مېنډس

ajantha.JPG

د سریلانکا سپېن یا څوکه بالر دی، چې ډېری توپوهونکي یې په خپلو چټکو توپونو سوځولي دي.

ده په ۲۰۰۸ اسیا جام کې د ښې توپ اچونې له امله سریلانکا ته اتلولي وګټله.

نوموړي هم له ۱۱۵ څخه لوړ سرعت سره توپ ترسره کړی دی.

مارلن سمیولس

5 samuels.JPG

په ۲۰۱۶ کې د ویسټ انډیز د کرکټ د نړۍ د سر لوبغاړی و، ده په دې کال کې د سریلانکا پر وړاندې خورا خطرناکه لوبه وکړه او همدارنګه یې په ۲۰۱۲ کې هم د ویسټ انډیز لپاره نه هېرېدونکې لوبه وکړه.

نوموړي په یوه لوبه کې ۱۲۰ پورې توپ ترسره کړی او حال دا چې دی یو اف بریک سپېن بالر و.

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.