د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې دا لوبغاړی د هند آی ایل سیالیو تر ځنډېدو وروسته هیواد ته راستون شوی او اوس خپل کور کې دی.
هغه د حیدراباد لپاره په یوه لوبه کې واخیستل شو او دوې ویکټې یې واخیستې.
ټاکل شوې مجیب ځدران راتلونکو دوو ورځو کې د پاکستان سوپرلیګ کې د ګډون په موخه کراچي او یا هم لاهور ته سفر وکړی، تر څو هلته لومړی واکسین شي او بیا به د ټولو لوبغاړو سره یوځای د روانې مې میاشتې په ۲۲مه نېټه ابوظبۍ ته سفر وکړي؛ ځکه ددې لیګ پاتې لوبې هلته کیږي.
مجیب ځدران د پېښور زلمي لوبډلې سره دی.
ددې لیګ ۱۴ لوبې شوي، خو پاته ۲۰ لوبې به یې د راتلونکې جون میاشتې په لومړیو کې پيل بیا د جون میاشتې تر ۲۰مې نېټې پوري به دوام وکړي.
Copyright © 2025 | MH Magazine WordPress Theme by MH Themes