د مور او پلار د سلفي تصویر اخیستو شوق، چې یې غوښتل جوړه یې واخلي د یوه لس میاشتنې ماشوم ژوند واخیسته.
په وروستیو کې له کله چې د سلفي تصویر اخیستلو شوقیان زیات شوي نو داسې رپوټونه هم ورکړل شوي چې د زیاتو خلکو ژوند یې اخیستی.
سلفي تصویر ځکه د ځینو خلکو لپاره خطرناک ثابت شوي او ژوند یې ترې اخیستي چې غوښتل یې په جېګو او یا هم خطرناکو ځایونو کې سلفیان واخلي.
خو دا ځل یې په هندوستان کې د یوې مور او پلار د جوړه یې سیلفي اخیستو له امله د هغوی ۱۰ میاشتنی ماشوم د مرګي خوراک شو.
ویډیو؛
پېښه د هندوستان په راجستان کې په یوه تجارتي مرکز کې هغه مهال شوې چې کله د برقي زیني کې د حرکت پر مهال خاوند له مېرمنې د سلفي اخیستلو غوښتنه وکړه.
خو کله چې مېرمنې د سلفي انځور اخیستو هڅه کوله، نو هماغه و چې په زینه کې یې خپل توازن له لاسه ورکړ او ماشوم یې له لاسو ولوېده.
رسنۍ وایي ماشوم د مور له لاس له دریېم منزل څخه لویدلی او سمدلاسه مړ شوی دی.
په دغه تجارتي مرکز کې د امنیتي کیمرو په واسطه په ریکارډ شوې ویډیو کې د دغه ماشوم دردناک مرګ تصویر شوی چې د ټولنیزې مېډیا کارونکو پرې زیات خفګان ښکاره کړی.
عیني شاهدانو ویلي چې پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې کله خاوند له مېرمنې د جوړه سلفي تصویر اخیستو غوښتنه وکړه، خو کله چې مېرمنې دغه غوښتنه پوره کوله نو ماشوم یې له لاسه خوشي شو او څو وارې دېوالونو باندې له لګېدو وروسته له دریېم منزل څخه ولوېده.
مخکې تر دې چې خلک ور ورسي نو ماشوم مړ شوی و.
له څیړنو څخه د کورنۍ انکار د دې لامل شو چې پولیس هم د پېښې په تړاوو څیړنې ونکړي.