د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلې تېز توپاچونکي وهاب ریاض په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې د هند آی پي ایل سیالۍ باید د هیڅ لیګ سره پرتله نشي؛ ځکه دا لیګ د نورو سره هیڅ د پرتلې وړ نه دی.
وهاب ریاض زیاته کړې، آی پي ایل هغه لیګ دی، چې د نړۍ تکړه لوبغاړي پکښي لوبیږي، نو آی پي ایل د پاکستان سوپرلیګ ترڅنګ د هیڅ لیګ سره نشو پرته کولای او هیڅ لیګ وسره سیالي نه شي کولای.
وهاب ریاض ویلي:
«آی پي ایل هغه لیګ دی، چې پکې د نړۍ تکړه لوبغاړي لوبیږي، نسو کولای، چې آی پي ایل د پاکستان سوپرلیګ سره پرتله کړو، زه په دې باوري یم، چې آی پي ایل په یوه جلا ډول ترسره کیږي، زه هیڅ فکر نه کوم، چې هیڅ لیګ دي د آی پي ایل سره سیالي وکړي، مګر که یو بل لیګ تر آی پي ایل وروسته شتون ولري، نو هغه به د پاکستان سوپرلیګ وي؛ ځکه د پاکستان سوپرلیګ دا ثابته کړې ده.»
تر یادو څرګندونو وروسته وهاب ریاض د پاکستان په سوپرلیګ کې د توپاچونې ستاینه کړې، چې په خبره یې، د پي ایس ايل لیګ توپاچونه بیا د نورو لیګونو په پرتله خورا ښه ده او په دې لیګ کې تر ډېره توپاچونکي بریالي وي.
د پاکستان سوپرلیګ شپږم پړاو
د پاکستان سوپرلیګ شپږم پړاو د فیبرورۍ میاشتې په شلمه نېټه کراچي ښار کې د شپږ لوبډلو ترمنځ پيل شوی و، چې د لیګ ۱۴ لوبې یې ترسره شوې، بیا وروسته د کورونا ویروس له امله، چې یو شمېر لوبغاړي په اخته شول وځنډول شو.
اوس د پاکستان کرکټ بورډ وايي، چې ددې لیګ پاتې لوبې به په جون میاشت کې ترسره کړي.
د هند آی پي ایل لیګ څوارلسم پړاو
د هندوستان آی پي ایل سیالیو څوارلسم پړاو د هند په کوربتوب روان و، چې ۲۹ سیالۍ یې ترسره شوې او د مې میاشتې په دویمه نېټه کله چې د کلکتې نایټ رایډرز او رویال چلینجرز بنګلور لوبه وه، د کلکتې دوه لوبغاړي په کورونا اختل شول، وروسته یاده لوبه وځنډول شوه.
تر یادي پيښي وروسته د یو شمېر نورو لوبډلو لوبغاړي او مالکان په کورونا اخته شول او ورسره جوخت د هند کرکټ بورډ د ټول ټورنمنټ د ځنډېدو پرېکړه وکړه.
د هندوستان د کرکټ بورډ مشر سوراو کنګولي په دې تړاو خبرو کې ویلې، که چیري د هند آی پي ایل پاتې سیالۍ مو نکړې ترسره، نو د ۲۵۰۰ کروړه تاوان سره به مخ شو.
اوس ددې لیګ د پاتې لوبو پر ترسره کېدو خبرې روانې دي، چې د هند هیواد څخه پرته کوم بهرني هیواد کې ترسره شي.