د مخ د ښکلا او تازه والي لپاره دا ماسکونه وکاروئ

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ژباړه: مریم محمدي
دا د ټولو انسانانو غوښتنه ده چې د مخ پوست یې ښکلی او صاف وي. که چیر غواړئ ښکلي واوسئ، نو دغه اسانه، ارزانه او کورني ماسکونه په اونۍ کې یوځل تجربه کړئ:
۱- د کیلې ماسک
کیله چې د ګونځو ضد خواص لري په ډیرې اسانۍ سره ترې، ماسک جوړ کړئ او په مخ مو استعمال کړئ چې د مخ ګونځې مو له مینځه لاړي شي.
یوه کیله واخلئ په اوبو کې لنده کړئ چې د قیماق په څیر شي، بیا هغه د ۱۵ تر ۲۰ دقیقو پورې مخ مو ومخئ وروسته مخ مو په تړمو اوبو ووینځئ، ورپسې په یخو اوبو یې هم اب شک کړئ.
یاهم؛
یوه کلیه له مکسر نه وباسئ بیا په مخ مو له ۱۰ تر ۲۰ دقیقو پورې ومخئ وروسته په تړمو اوبو مخ مو ووینځئ. د مخ ګونځي به مو هوارې شي پوستکي به مو تازه ښکاري.
۲- د سرکې ماسک
د مخ د ښکلا لپاره له ډیرې پخوا زمانې نه له سرکې نه استفاده کیده چې نن سبا یې هم ډیری خلک استعمالوي.
د سرکې ماسک ډیره اسانه هم دی، کله مو چې مخ ووینځه یوه قاشقه د مڼې سرکه له ۲ ګیلاسه اوبو سره یو ځای کړئ، بیا مخ مو پرې ووینځئ. دا ماسک د مخ په ښکلا، د پوستکي په صفا کیدو او د مخ په نرم ساتلو کې له تاسو سره پوره پوره مرسته کوي.
۳-د شیدو ماسک
نیم ګیلاس وچې شیدې له لږو اوبو سره داسې په یوه لوښې کې یوځای کړئ چې درڅخه ډیر نرۍ نشي. جوړ شوي مواد مو په مخ تر هغې پریږدئ چې وچ شي. بیا له ګرمو اوبو سره مخ ووینځئ. دې ماسک سره به مو مخ ځوان او پوستکی مو تنکی ښکاري.
د مستو ماسک؛
د مستو ماسک جوړولو طریقه داسې ده چې یوه قاشقه مستې، یوه قاشقه د ماتې اوبه او یو قاشق یا کاشوغه د الویه ورا اوبه سره یو ځای کړئ بیا له ۵ تر ۱۰ دقیقو لپاره په مخ پریږدئ له منځلو وروسته به وګورئ چې د پخوا په پرتله څومره ښکلي شوي یۍ، د دې سره سره مخ پوستکی به مو د ډير وخت لپاره تازه هم وي.
د لیمو ماسک؛
که غواړئ چې د مخ تور داغونه له منځه یوسئ او پوستکی مو نرم وي، نو دا ماسک تجربه کولی شئ.
دوه قاشوغې د لیمو اوبه، یو قاشقه د زیتون تیل، یو قاشقه د بادامو غوړي او له درې قاشقو شیدو سره مکس کړئ، په مخ مو د ۵ دقیقو لپاره پریږدئ وروسته مخ مو په تړمو اوبو ووینځئ.
د ماسکونو د استعمال نه وروسته د لمر ضد یا هم یو نرمونکی کریم استفاده کړئ.
یادونه: ستاسو لپاره چې په دې ماسکونو کې هر یو اسانه وو، هغه وکاروئ، یعنې ټول په یو ځای مه کاروئ. دا هغه پوښتنه وه چې د یارن لوستونکي ورسره په تیرو نورو ماسکونو کې هم مخ شوي وو.
(کله چې مخ ښکلی وي نو پوشه چې نړۍ ښکلې ده)

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.