زلمی خلیلزاد: ټول اړخونه دې د لسیزو مخالفتونه یوه لوري ته کړي

سپینه تجريدي ډیزاین

په افغانستان کې دې ټول اړخونه د لسیزو مخالفتونه یوه لوري ته کړي او ددایمي سولې لپاره دې هوکړې ته سره ورسېږي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د اختر په مناسبت په ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د ختمېدو وړ ده او ټولو اړخونو ته په کار ده چې ددغه جګړې د پای ته رسولو لپاره سره یو لاس شي.

دده په خبره دلته له لسیزو راهیسې د بېلو اړخونو ترمنځ مخالفتونه موجو دي، چې اوس یې د سولې په پروسه کې خنډونه جوړ کړي.

هغه پر ټولو اړخونو غږ کړی چې د دښمنیو د پاللو پر ځای دې د سولې لار خپله کړي او په دې توګه دې افغانستان ته دایمي سوله راولي.

نوموړي ټینګار کړی چې د پرمختګ لپاره یوازینۍ اخلاقي او عملي لار د سولې خبرې دي.

د یادونې ده چې تېره ورځ ولسمشر غني یو ځل بیا پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د جمهوریت تر چتر لاندې د سولې له بهیر سره یو ځای شي.

نوموړي وویل جمهوریت زمونږ لپاره سره کرښه ده.

غني پرون په ارګ د کوچني اختر په مناسبت وینا کې وویل چې ټولې کیسې ختمې شوي او په وینا یې طالبان به له اوسني فرصت څخه بل لوی فرصت پیدا نه کړي.

ولسمشر غني د طالبانو مشرانو ته په خطاب کې وویل چې اوس مهال ګڼ شمېر کسان ستاسو په نوم غلا او قاچاق کوي او د طالبانو په نامه له خلکو نه باج اخلي.

نوموړي زیاته کړه چې طالبان باید یو انتخاب وکړي، د هغه په وینا د افغان حکومت انتخاب دا دی چې د هیواد د ستونزې حل لار یوازې سیاسي جوړجاړی دی او جګړه ستونزه نشي هوارولی.

ولسمشر د کوچني اختر په مناسبت پیغام کې همدرانګه زیاته کړه چې افغان حکومت له طالبانو تسلیم خط نه غواړي بلکي سیاسي حل لاره غواړي.

د سولې مالکیت او مدیریت به تر دې وروسته ملي وي.

ولسمشر همدارنګه زیاته کړه چې د افغان حکومت څخه سیمه ییز ملاتړ ورځ تر بلې زیاتیږي.

په ورته وخت کې د ولسمشر غني سلاکار اکرم خپلواک وايي، ولسمشر غني پر داسې نوي میکانیزم کار کوي چې له مخې یې د سولې هڅې رهبري او همغږې او د سولې بهیر کې ملي اجماع رامنځ ته کړي.

خپلواک ویلي، د ولسمشر غني د دې میکانیزم موخه د سولې بهیر او ملي مسلو لپاره د جمهوریت د ګډ دریځ او د ټولو افغانانو، سیاسي بهیرونو او لورو یوه اجماع رامنځ ته کول دي.

د نوموړي په باور دا نوی میکانیزم به تر کوچني اختر وروسته اعلان شي.

اوسمهال د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي پخلاینې شورا د سولې هڅې همغږې کوي او تېر کال د همدې موخې لپاره جوړه شوه، خو خپلواک وايي، د دې نوي جوړښت کار هم له عبدالله سره په همغږۍ روان دی.

خپلواک زیاتوي، له یو شمېر سیاسي مشرانو سره د لیدلو موخه هم د سولې بهیر او ملي مسایلو کې د ګډ دریځ لپاره ده.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي