تاسې ټول پوهېږئ، چې کرکټ د یوولسو لوبغاړو لوبه چې یوه لوبډله به یې لوبوي، خو په دې یوولسو لوبغاړو کې داسې هم شته، چې یو بل سره یې ورانه وي او نه یې لګېږي ورسره.
دوی کې یې ځېنې فطري مخالف وي او ځېنې د لوبې پرمهال خپلو کې وران شوي وي.
دلته به د ځېنو مخالفو لوبغاړو یادونه وکړو، چې کرېک ټرېکر وېب پاڼې هم راخیستي دي.
ډیپک هوډا او کرونال پانډیا
د هندوستان دوه تکړه لوبغاړي دي، چې ډیپک هوډا منځنی توپوهونکی دی او د پنجاب لوبډلې هیټر هم و.
بل پلو کرونال پانډیا د هند لوبډلې برخه هم دی او د ممبيي لوبډلې تکړه الراونډر دی.
تېر کال ډیپک هوډا او کرونال پانډیا د لوبې پرمهال لانجه کړې وه او په ترڅ کې یې سږکال ډیپک هوډا د سید مشتاق علي ټرافي لوبو څخه کېنول شوی و.
ډیپک هوډا وایي، چې کرونا پانډیا ورته د ټولو لوبغاړو په مخ کې سپکاوی وکړ او کنځلې یې ورته وکړې.
په سیدمشتاق علي لوبو کې کرونا پانډیا د بروډا لوبډلې لوبډلمشر و.
هوډا وایي ده په نېټ کې تمرینات کول، چې کرونا پانډیا ورته کنځلې وکړې او ده هم ورسره لانجه وکړه.
د دواړو دا عمل د عرفان پټان او ځېنو نورو لوبغاړو وغانده.
دوی دواړه اوس د کرکټ په برخه کې سره وران دي.
مایکل کلارک او سېمون کاټېچ
مایکل کلارک د اسټرالیا پخوانی لوبډلمشر و او کاټېچ هم غوره توپوهونکی و.
دوی دواړو په ۲۰۰۹ کې له افریقا سره د لوبې پرمهال جنګ وکړ، په یوه وړه مسئله یې اختلاف پېدا شوی و او بالاخره خبره لفظي شخړې ته ورسېده.
خو دوی دواړه بیا د نورو لوبغاړو لخوا پخلا شول، مایکل هسي دا پېښه وغندله او د لوبډلې نور لوبغاړي په دې پېښه حیران شول.
خو کله چې وروسته مایکل کلارک د لوبډلې لوبډلمشر شو، نو د کاټېچ سره یې قرارداد لغوه کړ او کینه یې ورسره څرګنده کړه.
کېوېن پېټرسن او ګرېیم سوان
دوی دواړه د انګلستان تکړه لوبغاړي وو، چې دواړو اوس تقاعد دي.
کیوین پېټرسن چې د نړۍ په کچه یو له تکړه او مسلکي کرېکېټرانو څخه و، عادت یې و، چې لوبغاړي وچیړي او ځان پرې لوړ وبولي.
خپله پېټرسن به ډېر مغروره و او ۲۰۱۰ کې یې له سوان سره لانجه راغلې وه او د سوان دا عادت چې پېټرسن درلود خوښ نه شو او وروستیو پورې ورسره سم جوړ نه و.
شعیب اختر او شاهد افریدی
د کرېک ټرېکر وېب پاڼه لیکي، چې ۲۰۱۱ کال نړیوال پنځوس اوریزجام کې شاهد افریدی لوبډلمشر و، چې له هندوستان سره په نیمه پایلوبې لوبه کې د پاکستان لوبډله مخ شوه.
دا مهال شعیب اختر سمه توپ اچونه نشوه کولای او له تېرو دوو لوبو څخه کېنول شوی و.
نوموړي غوښتل چې د هند خلاف لوبه کې ولوبېږي، خو د افریدي خوښه نه وه.
خو لوبډله کې موقع ورکړل شوه او دا لوبه هند په ۳۰ منډو وګټله، چې هند او سریلانکا پایلوبې ته ولاړل، چې دا جام بیا هند وګاټه.
په دې لوبه کې د شاهد افریدي او شعیب اختر اړیکې ترینګلې شوې.
شعیب اختر یو له غوسه ناکو لوبغاړو هم و.
اډم ګېل کرېسټ او شېن وارن
ادم ګېل کرېست د وخت یو له مینه ناکو لوبغاړو و، خو شېن وارن بیا یو څه تېزمزاجه و.
کله چې دواړه په کورني کرکټ کې لوبېدل، نو یوه ورځ شېن وارن ګېل کرېسټ پسې مسخره کړې وه او هغه ته یې ویلي وو، چې زوړ سړیه.
داسې وخت راغی چې لومړی وارن مرستیال لوبډلمشر شو او بیا له ده څخه دا ځای کرېسټ ونیو او بیا دواړه یو ځای تقاعد هم شول.
کله چې دا خبره منځته راغله د دواړو ترمنځ ضدو ضد بازي زیاته شوه او بالاخره یې په تلویزیوني چېنل کې یو بل پسې ترخې خبرې وکړې.
درنو لوستونکو ستاسو کوم لوبغاړي نه خوښېږي؟