ویرات کولي او مېرمنې یې له خلکو سره د مرستې په پار مټې رابډ وهلې

رنګین تجريدي ډیزاین

د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر او د هندي سینما وتلې ستورې انوشکا شرما له کورونا سره د مبارزې لپاره ۲ کروړه هندي کالدارې مرسته وکړه.

دوی ویلي چې « ډېر دردوونکی او سخت حالت دی، چې زموږ هېواد ورسره مخ دی».

دوی د جمعې په ورځ د بسپنې ټولولو یو صندوق هم پرانیست، چې خلک مرسته وکړي، ترڅو یې په هندوستان کې له کورونا سره د مبارزې لپاره په لګښت ورسوي.

کولي او مېرمن یې په لومړي ځل صندوق ته دوه کروړه هندي روپۍ ورکړې، چې تقریبا ۲ لکه او ۷۰ زره امریکایي ډالر کېږي.

دواړو په یوه ویډیو کې ویلي، چې دا د وی لپاره زوروونکې ده، چې د دوی خلک د یوې نړیوالې وبا سره شپه او ورځ مقابله کوي، موږ د دوی له زغم څخه منننه کوو.

کولي ویلي چې د بنګلور لوبډله به دا برخه چټکه کړي او ملاتړ به یې وکړي.

د کولي او د هغه د مېرمن په وېنا:

« موږ باید په دې وخت کې د هند د خلکو ملاتړ وکړ، د هغوی په خوا کې ودرېږو، په همدې خاطر موږ د بسپنې راټولولو بنسټ کېښود، مونږ له تاسو ټولو غوښتنه کوو، چې دې بهیرکې ورګډ شې، ځکه ډېر لږ څه کولای شي، چې تغیر او غوره والی رامنځته کړي».

دوی په خلکو او دوستانو غږ کړی، چې اوږه په اوږه ودریږي، ټول باید یو موټی شي، د دوی په وېنا چې دوی دا جګړه ګټلی شي، خو چې سره متحد وي.

دوی دا ناره وکړه، چې د هند ژغورنې لپاره ځانونه محفوظ کړئ.

له تېرې جمعې راهیسې د مې له اوومې چې د بسپنې راټولولو دا کمپاین پیل شوی، د شنبې ورځې تر غرمې پورې ورته ۷ کروړه هندي کالدارې ټولې شوي، چې تقریبا ۹ نیم لیکه امریکایي ډالر کېږي.

دوی دا کمپاین د رسنیو، ټولنیزو رسنیو او د وېبپاڼو له لارې کوي او بسپنه یا مرستې راټولوي.

د دې خېریه بنسټ نورو غړو په خلکو غږ کړی، چې د کولي او مېرمن په څېر یې کارنامه وکړي او دې وخت کې د مرستو لپاره راودانګي.