څنګه یو کاري پلان جوړ کړو؟ ۷ لنډې، خو ګټورې طریقې

رنګین تجريدي ډیزاین

لیکنه: ماجيي مک کورمیک
ژباړه: غازي عابد
په هر کار او پروژه کې تنظیم او سازمان خورا اړین دی. د کاري پلان په درلودلو سره کولی شو چې منظم اوسو، سرې کرښې او حدود معلوم کړو او په پروژه یا طرحه کې په ټولو شاملو خواو یې وپوهیږو. ځکه د پلان په وسیله کولی شو چې هر ستونزه او لاره تشخیص کړو.
کیدای شي پلان د یوه پراخ یا غټ ټیم او هم د شخصي کارونو لپاره جوړ شي. لږ تر لږه باید یو پلان له ۶ نیولې تر ۱۲ میاشتو پورې وي. خو په هر حال؛ هر وخت چې موږ خپل حدود وټاکو بیا کولی شو خپل ځان تر ټولو ښه منظم وساتو.
دلته د کاري پلان جوړولو څو لارښوونې لرو:
۱- د پلان اهداف مو ولیکئ. دا مو باید هغه وروستۍ موخې وي چې تاسې یې د وروستۍ پایلې په توګه د ترلاسه کولو لپاره ګام پورته کړی وي.
۲- د هر هدف لپاره مو نیټه وټاکئ. مثلاً دا کار باید د مارچ میاشتې تر دغه تاریخ پورې ترسره شي.
۳- په کوچنیو کوچنیو برخو او پوړونو یې وویشئ. په کوچنیو ټوټو ویشل ګټور دي، خو باید په پرلپسې ډول یې ترلاسه کړئ، تر څو مو پروژه بریالۍ شي.
۴- د پلان ټولې کوچنۍ برخې مو په بیل بیل چوکاټ کې ترتیب کړئ. ځکه ځیني له ځینو هغو چې تاسې یې په بې ترتیبه ډول ترسره کوئ، خورا اړین وي، خو که ترتیب مو ورته وکړ او مهمې برخې مو منظمې کړې بریالي کیدای شئ.
۵- واړه یا کوچني کارونه مو لا نور هم وشنئ. که چیرته ستاسې یو مهم کار لپاره اړتیا وي چې لومړی باید کوچنی کار ترسره کړئ، نو دا هم په چوکاټ کې ولیکئ او ترسره یې کړئ، څو مو کارونه ښه ترسره شي.
۶- هڅه وکړئ چې خپل هدف مو په داسې ډول ترلاسه کړئ چې ټول پلان مو له ټاکل شوې نیټې وړاندې بریالی شوی وي. مثلاً یوه کوچنۍ برخه مخکې له دې چې غټ هدف ترلاسه کیږي یوه ورځ مخکې ترسره کړئ. په همدې ډول سره ټول واړه او غټ اهداف ترلاسه کړئ، څو پلان له ټاکلي وخت مخکې ترلاسه شوی وي.
۷- د هر یو کار لپاره مو ورځنی او اوونیز مهالویش جوړ کړئ. په دې ډول سره به تاسې خپل ټول کارونه په خپل وخت او زمان ترسره کړي وي.