د ریاضي کشف او په لومړیو وختونو کې د ریاضي مطالعه

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه
ژباړه: حماد هلال

ریاضي د پرمختللې نړۍ زړه دی او مهمه نده چې زموږ خوښېږي یا نه خوښېږي په هر صورت ریاضي زموږ د ژوند مهمه برخه ده. د ټولو اختراعاتو لکه: ځيرک مبایلونه، کمپیوټرونه او حتی هوا پېژندنې ترشا ریاضي شتون لري، چې خپل مهم نقش یې د دوی په محاسبو او اختراعاتو کې په تېر اوس او راتلوونکې کې ثابت کړی دی.

ریاضي د هر علم له مهمو برخو ګڼل کېږي، خو تراوسه مو فکر کړی چې ریاضي په لومړي ځل چا رامنځته ته کړه؟ موږ ټول د ریاضي معادلاتو مهم کشف کوونکي پېژنو، خو په دې مو فکر ندی کړی چې ریاضي په لومړي ځل چا کشف کړه.

د ریاضي د کشف ماجرا

د ریاضي اصلیت له تاریخ وړاندې دورې ته رسیږي، خو لاترڅو داسې شواهد شتون نلري چې ثابت کړي د ریاضي څخه په لومړي ځل څه وخت ګټه اخیستل شوې وه، خو کولی شو د ځينو سرچېنو څخه مالومات لاسته راوړو.

هغو لومړنیو انسانانو چې د ځمکې په مخ یې ژوند کولو مجبور وو، د اعدادو، میقناطیس یا  نورو وسیلو په کارولو په ژوند کې د ریاضي سره  سر و کار ولري. د بېلګې په توګه دوی باید زده کړی وی چې خپل کارونه تقسیم اوقات کړي او څه وخت خپل کارونه ترسره کړي یا د خپلو خوړول وختونه منظم کړي، چې دا په اوسنۍ ریاضي کې رانغاړلې خبرې دي.

البته ، په افریقا کې شل کاله دمخه شواهد شتون لري چې نن ورځ هم د ریاضياتي مفکورې تیوري په توګه کارول کیږي. جیومیٹری شاید د ریاضیاتو لومړی مفهوم و چې پدې وخت کې کاریدو او د مصریانو لخوا معرفي شوی وو.

په لومړیو کلونو کې د ریاضي مطالعه

ریاضي په لومړیو کلونو کې مختلفو جغرافیو کې مطالعه کېده. لږ لږ او په تدریجي توګه داسې بدلونونه پکې رامنځته شو، چې د ریاضي مختلفو قوانینو منعکس کوونکي و او دا قوانین د طبیعت څخه لاسته راغلل. د ځینو دې قوانینو ریښه شپږ زره کاله پخوا ته رسیږي، چې له هغه وخت لږ لږ د ضرب، جمعې او تقسیم قوانین کشف شو.

د ریاضي په پرمختګ کې احتمالاً د مصر پوهانو ډېره ونډه لرله او نظریې کشف کړي. د ریاضي پرمختللي فورمولونه ۲۵۰۰ کاله وړاندې د فیثاغورث فورمول په ګډون کشف شوي.

ډېری متخصیصان په دې باور دي، چې د ریاضي اړوند لومړی علمي بحث ۲۵۰۰ کاله وړاندې ترسره شوی، چې په هغه وخت کې پوهان یو بل سره د مالوماتو په شریکولو توانیدلي و، چې د ریاضي په برخه کې مهم کشفیات وکړي.

د ریاضي ترټولو پخوانی جدول چې ۴۰۰۰ کلن دی په بین النهرین کې دی.

د ریاضي په اړه ترټول پخواني لاسوندونه (د لاس لیک) پاپيري مصري دي.

تر دې دمه خورا زاړو ساینس پوهانو شتون لرولو، چې دا ویل کیدی شي دوی د ریاضیاتو علومو لومړي ساینس پوهان دي.

نو د ریاضي کشف کوونکی څوک دی؟

هغه ریاضي چې اوس یې موږ تاسو لولو بېلابېلو فرهنګونو د حاصل ترکیب دی، چې د ډېری مختلفو علومو د یوځای کېدو لامل دی، هغه وخت چې موږ د مشخص کس په اړه خبرې کوو او غواړو هغه د ریاضي کاشف په توګه وپېژنو، متاسفانه عاجز یوو ځکه په دې برخه کې لا دقیقو اطلاعاتو ته لاس رسی ندی پیداشوی. د ریاضي فورمولونو او نظریاتو کشف کوونکی مشخص دي، خو دا چې په لومړي ځل چا ریاضي منځته راوړه مشخصه نده.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.