د افغان کريکټ ملي لوبډلې ښی لاسی تېز توپ اچوونکی دولت ځدران وايي چې د روزونکو تر لارښوونې لاندي يې تمرينات پيل کړي.
دولت له ډېر وخت راهيسي د ملي لوبډلې څخه لېري پاته سویدی ،ملي لوبډلې دده په نه شتون کې د لوبو لپاره بهرنيو هيوادونو ته سفرونه هم وکړه.
کله کله به د دولت ځدران مينوالو کريکټ بورډ په دې تورنوی چې نوموړي ته چانس نه ورکوي او دوه ګونی چلن ورسره کوي،ځګه د پښې د ټپ له امله د تېرو ۲ کلونو راهيسې د نړيوال کريکټ څخه لېري پاته سویدی.
اوس نوموړی د خپل صحت ډاډ ورکوي خو د افغانستان کريکټ بورډ د هيڅ ډول نړيوالې لوبې يا هم لړۍ خبر د رسنيو سره ندی شريک کړی.
تېره شپه دولت ځدران پرخپلې فيسبوک پاڼې يوه ويډيو خپره کړې وه چې ليدل کېږي نوموړی پخپل پخواني انداز په اکاډمۍ کې توپ اچوونه کوي او روزونکي ورته لارښوونه کوي.
ځدران پر خپلي فيسبوک پاڼې د خپلې روغتيا د سلامتيا خبر ورکړی او د خپلو مينوالو څخه يې مننه کړې چې په دعاګانو کې يې ياد ساتلی دی.
دولت ليکي:
((گرانی مینوالو!
لکه څنگه چې تاسو په جریان کې یاست، له څه مودې راپدېخوا د پښې د ټپ له امله له لوبو لرې پاتې وم، او اوس الحمدلله د افغانستان کرکټ بورډ د مجربو ډاکټرانو او ټرینرانو د درملنې او تمریناتو په پایله کې مې بیا توپ اچونه پیل کړه او ډېر ژر به په پوره توگه لوبو ته چمتو شم.
له خپلو ټولو هېوادوالو څخه مننه کوم چې تل یې په خپلو دعاگانو کې یاد ساتلي یو.
ژوندی دې وي افغانستان ❤️🇦🇫))
دولت ځدران اوسمهال ۳۳ کلن دی او په ۲۰۱۱ز کې يې لومړنۍ يو ورځنۍ نړيواله لوبه د کاناډا په وړاندې ترسره کړه چې همدا يې د نړيوال کريکټ پيل وو.
نوموړي په ۸۲ نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې ۱۱۵ ويکټې ترلاسه کړي او تر ټولو ښه توپ اچوونه يې د ۲۲ منډو په ورکولو سره ۴ ويکټې دي.
همدارنګه په ۳۴ نړيوالو شل اووريزو لوبو کې يې ۴۰ ويکټې ترلاسه کړي او ترټولو ښه توپ اچوونه يې د ۴۴ منډو په مقابل کې ۴ ويکټې دي.
نوموړي لومړنۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه د کاناډا په وړاندې د ۲۰۱۱ز د اګسټ په ۷مه ترسره کړه او وروستۍ يې د ۲۰۱۹ز د جولای په څلورمه د ويسټ انډيز په وړاندې ترسره کړه.
همدارنګه لومړنۍ نړيواله شل اووريزه لوبه يې په ۲۰۱۲ز کې د مارچ په ۱۴مه د نيدرلينډ په وړاندې ترسره کړه او وروستۍ يې په ۲۰۱۹ز کې د زيمبابوې په وړاندې په سپټمبر مياشت کې ترسره کړه.