د ازادو سیالیو ملي اتل احمد ولي هوتک وايي،سیال یې کمزوری دی نو ځکه ورسره سيالي نکوي.
ټاکل سوې وه چې احمد ولي د خپل فرانسوي سيال نايب اعزام سره د می په ١٤مه سيالي ترسره کړي،خو دا چي دی یې خپل سیال نه بولي نو ځکه یې لوبه وځنډوله.
نوموړی پر خپلي فیسبوک پاڼي ليکي:
《(د خپلو مينه والو مريد يم، ستاسو لار زما لار ده.
ټاکل شوې وه چې له يو پېژندل شوي او پياوړي اروپايي سيال سره سيالۍ ولرم په همدې موخه مې روژه په خوله څو برابره زيات زيار وباسه تمرينات مې وکړل
خو دا چې مشخص سيالان د ستونزو له کبله سفر ته چمتو نه ول نو سازمان يو بل سيال غوره کړ چې څلوېښت سيالۍ يې کړې وې او نسبتا پياوړى و
خو دا چې زما ورزشي سلاکارانو او يو شمېر مينه والو دا لوبغاړى زما سره سيالۍ لپاره مناسب و نه باله زه هم د ولس ارادې ته په درناوي اعلان کوم چې له دې سيال سره سيالۍ لغوه کوم او له سازمانه غواړم چې زما په وزن يو لا پياوړى او د لوړ ريکارډ لروونکى بهرنى لوبغاړى وټاکي تر څو د ولس په خوښه په زړه پورې سيالۍ ولرم.
هيله لرم سازمان ژر د نږدې ورځو په حدودو کې يو بل پياوړى سيال راته وموندي
* زه د خپلو هيوادوالو د خوښۍ لپاره او د خپل فزيکي چمتووالي او ولسي ملاتړ په ډاډ د نړۍ په کچه په خپل وزن کې هر پياوړي بهرني لوبغاړي سره سيالۍ ته چمتو يم.)》