تر ای پي ايل وروسته نړيوال جام ته خطر متوجه دی

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د هندوستان پريمرليګ پرون تر نامالوم وخته وځنډول سو.

دوې ورځې وړاندې د کلکتې لوبډلې د دوو لوبغاړو،سنديپ واريرز او ويرن چکرورتي د کرونا وېروس ازموينې مثبته پايله ورکړه،په همدې ورځ د چينای لوبډلې د توپ اچوونې د کوچ بالاجي د مثبتي پايلي خپر خپور سو،د سه شنبې په ورځ د حيدر اباد لوبډلې څخه اميت ميشرا او ويريدمن ساها په کرونا وېروس اخته سوه،همداسي دا لړۍ لاهم جاري ده نو ځکه د هندوستان د کريکټ د کنټرول ادارې د ای پي ايل ليګ تر نامالوم وخته وځنډوی.

تېرکال دا ليګ په عربي اماراتو کې په بريا سره پايته ورسېدی خو سږکال يې بيرته هند ته راوړ او پر نيمه لار پاته سو.

هندوستان پدې کار سره نړۍ ته ثابتوله چې دوی د نړيوال جام لپاره په پوره ډول اماده دي او په وړاندې يې هيڅ ډول خنډ نسته، خو دا پلان يې نيمګړی ښکاري.

هندوستان لا هم وخت لري چې پدې اړه پرېکړه وکړي که څه هم د کرونا وېروس پدې هيواد کې په خورا شدت کې دی،ای پي ايل شايد په سپټمبر مياشتې کې ترسره سي خو دلته مهمه داده که کرونا وېروس په همدې ډول په خپرېدو وي او هند هم د لوبو لپاره امادګي ونيسي نو ايا هيوادونه به خپلو لوبغاړو ته دې هيواد ته د تګ اجازه ورکړي؟

د ۲۰۲۰ز د نومبر په ۱۵مه نېټه شل اووريز نړيوال جام په اسټراليا کې ترسره کېدی خو د کرونا وېروس له کبله وځنډی او د راتلونکي پړاو د کوربتوب حق يې هندوستان ته ورکړ،که کرونا وېروس د اوس په څېر شديد نه وو نو دا لوبې به سږکال د اکتوبر يا هم نومبر مياشت کې پيل سي.

تر اوسه هيڅوک دا اټکل نسي کولای چې پدې ډول حالاتو کې به شل اووريز نړيوال جام ترسره سي،خو ددې پرځای چې دا ټورنمينټ د تېرکال په څېر يوځل بيا لغوه سي ښه به دا وې چې په عربي اماراتو يا هم کوم بل هيواد کې ترسره سي،ځکه عربي اماراتو کې تېرکال ای پي ايل په بريا سره پايته ورسېدی ،همداسی لس اووريز او نورو لېګونو کې هم کوم خنډ واقع نسو او دې هيواد کې د هندوستان په پرتله د کرونا وېروس پېښې ډېري کمي دي.