د ۲۰۲۱ کال آی پي اېل تر ټولو ګرمه لوبه د شنبې په ماښام د ممبيي انډیئنز او د آی پي اېل د لومړۍ لوبډلې چینای سوپرکېنګز ترمنځ ترسره شوه.
چینای سوپرکېنګز لوبډلې په شل اورونو کې د درې لوبغاړو د چټکې توپوهنې په مرسته ۲۱۹ منډې هدف وړاندې کړ.
ډپلیسي په ۲۸ توپونو ۵۰ منډې، معین علي په ۲۸ توپونو ۵۸ منډې او امبټي ریوډو په ۲۷ توپونو د ۷ شپږیزو او څلور څلوریزو په مرسته ۷۲ منډې وکړې.
بومرا چې د آی پي اېل تر ټولو غوره چټک بالر دی، په دې لوبه کې سخت وټکېد او په ۴ اورونو کې یې د یوې وېکټې په اخیستلو سره ۵۶ منډې ورکړې.
پولارډ په دوه اورونو کې ۱۲ منډې ورکړې او دوه وېکټې یې ترلاسه کړې.
د ممبيي د شپږیزو وخت راورسېد، دې لوبډلې لپاره کوېټن ډیکاک ۳۸ منډې، روهېټ شرما ۳۵ منډې، کرونال پانډیا په ۲۳ توپونو ۳۲ منډې، هارډېک پانډیا په ۷ توپونو ۱۶ منډې وکړې.
د پولارډ لوبه
پولارډ په پنځمه وېکټ لوبې ته راښکته شو، داسې وخت و، چې په ۴۱ توپونو ۱۰۴ منډې پاتې وې.
پولارډ خپل ویسټ انډیزی زور او د خپلې بې رحمه توپوهنې ننداره جوړه کړه.
له جدیجا څخه یې په اوور کې ۲۳ منډې واخیستې، ورپسې یې لونګي اېنګېډي څخه ۱۶ منډې واخیستې، شاردول تاکور یې په ۲۳ منډو کې پارچه کړ.
وخت و، چې په دوه اورونو کې ۳۰ منډې پاتې وې، خو په وروستي اوور کې شپاړس منډې پاتې وې، چې لونګي اېنګېډي اوور ته راغی، په لومړي توپ منډه رانغله، په دویم توپ څلوریزه راغله، په درېیم توپ هم څلوریزه راغله، په درې توپونو ۸ منډې پاتې شوې، په څلورم توپ منډه رانغله، په پنځم توپ شپږیزه راغله او په وروستي توپ هم دوه منډې جوړې شوې او په دې ډول لوبه ممبيي په څلور وېکټو وګټله.
پولارډ د لوبې غوره لوبغاړي، د زیاتو شپږزو وهونکي او د لوبې د بدلوونکي یا ګېم چېنجر جایزې ترلاسه کړې او درې لکه هندي کالدارې یې وګټلې.
کېرن پولارد په ۳۴ توپونو د ۸ شپږیزو او ۶ څلوریزو په مرسته ۸۷ ناسوځېدلې منډې وکړې.
په لوبه کې پولې یا بونډریانې
چینای لوبډلې ۱۶ شپږیزې او ۱۴ څلوریزې ولوبولې.
بل پلو د ممبيي انډیئنز لوبډلې ۱۴ شپږیزې او ۱۶ څلوریزې ووهلې.
د ممبيي لوبډلې بالرانو یو نوبال او ۷ پراخ یا وایډ توپونه ترسره کړل او دوه لېګ بای منډې یې ورکړې وې، چې ټولې لس اضافي یا ایکسټرا منډې راځي.
بل پلو د چینای سوپر کېنګز لوبډلې بالرانو ۸ اضافي یا ایکسټرا منډې ورکړې وې، چې ۸ واړه وایډونه وو، نو بال او لېګ بای منډې ترې نه وې راغلې.
د نومرو جدول
چینای لوبډله لا هم د نومرو په جدول کې لومړۍ، ډیلي دویم، بنګلور درېیم، ممبيي څلورم، پنجاب پنځم، کلکته شپږم، راجستان اووم او حیدراباد وروستۍ لوبډله ده.
د یکشنبې په ورځ ماسپښین مهال حیدراباد او راجستان ۲۸ مه لوبه کوي او ماښام مهال ډیلي او پنجاب ۲۹ مه لوبه کې مخ دي.