د پنجاب کېنګز او رایلز چلېنجرز بنګلور ترمنځ د آیپياېل ۲۶ مه لوبه په احمد اباد ښار کې ترسره شوه.
پنجاب په شل اورونو کې د ۵ ویکټو په نقصان سره د کی اېل راهول د ۹۱ ناسوځېدلو منډو او د کرېس ګېل د ۴۶ منډو په مرسته ۱۷۹ منډې وکړې او بنګلور ته یې ۱۸۰ منډې هدف ورکړ.
د بنګلور لپاره کایل جمېسن دوه وېکټې ترلاسه کړې.
د بنګلور لوبډله په چېسېنګ یا د هدف په پوره کولو کې ناکامه شوه، ویرات کولي په ۳۴ توپونو ۳۵ منډې، دېفدت پاډیکل ۷ منډې، رجت پټېډر په ۳۰ توپونو ۳۱ منډې، ګلېن مکسوېل په صفر، اې بي ډیویلیرس په ۳ منډو، شهباز احمد ۸ منډې، ډانیئل سېمس ۳ منډې، کایل جمېسن ۱۶ ناسوځېدلې منډې، هارشل پټېل ۳۱ منډې وکړې.
بنګلور په ټولو اورونو کې د ۸ وېکټو په لوېدو سره ۱۴۵ منډې وکړې او لوبه ترې پنجاب په ۳۴ منډو وګټله.
هارپرېت برر په ۴ اورونو کې یو مېډن کړ، ۱۹ منډې یې ورکړې او درې وېکټې یې واخیستې.
د غوره کېچ جایزه روي بېشنوای ته ورکړل شوه، د لوبې د تغیروونکي یا ګېم چینجر جایزه هارپریت برر واخیسته، د زیاتو شپږیزو جایزه کی ایل راهول ترلاسه کړه، د پاور پلی د غوره بالر جایزه ریلي میریدیت واخیسته، د لوبې د با ارزښته لوبغاړي جایزه هارپریت برر ترلاسه کړه.
کې اېل راهول په ۵۷ توپونو د ۵ شپږیزو او ۷ څلوریزو په مرسته ۹۱ ناسوځېدلې منډې کړې وې.
د لوبې غوره لوبغاړي جایزه هم هارپریت برر ترلاسه کړه.
پنجاب کېنګز د دې لوبې په ګټلو سره خپلې نومرې شپږو ته پورته کړې او د نومرو په جدول کې یې پنځم ځای ونیو.
لومړی مقام له چینای سوپرکېنګز سره دی، دویم ډیلي کپېټلز لوبډلې سره، درېیم بنګلور، څلورم ممبيي، شپږم کلکته، اووم راجستان او اتم ځای له حیدراباد سره دی.
د شنبې په ورځ ممبيي او چینای سوپرکېنګز لوبډلې د آیپياېل ۲۷ مه لوبه کوي.