په آی‌پي‌اېل کې ممبيي او ډیلي لوبې وګټلې

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

د هندوستان سوداګریزو لوبو په دوام د پنجشنبې په ورځ دوه لوبې ترسره شوې، په ۲۴مه لوبه کې ممبيي لوبډلې راجستان ته په اووه وېکټو ماته ورکړه او په ۲۵مه لوبه کې ډیلي بیا کلکتې ته په ۷ وېکټو ماته ورکړه.

د راجستان لوبډلې په شل اورونوکې د ۴ وېکټو په نقصان سره د جاس بټلر د ۴۱ منډو، د یشواسي جېسوال د ۳۲ منډو، سنجو سمسن د ۴۲ منډو او د شېوم ډوبی د ۳۵ منډو په مرسته ۱۷۱ منډې وکړې.

ټرېنټ بولټ په ۴ اورونو کې ۳۷ منډې ورکړې یوه وېکټ یې واخیسته، جسپرېت بومرا د ۱۵ منډو په ورکړې سره یو لوبغاړی وسوځاوه او راهول چهر په ۴ اورونو کې ۳۳ منډې ورکړې او دوه وېکټې یې ترلاسه کړې.

ممبيي لوبډلې په نولسم اوور کې د درې لوبغاړو په سوځېدو سره د روهېټ شرما د ۱۴ منډو، د کوېنټن ډیکوک د ۷۰ ناسوځېدلو منډو، د سوریا کومار یداف د ۱۶ منډو، د کرونال پانډیا د ۳۹ منډو او د کېرن پولارډ د ۱۶ ناسوځېدلو منډو په مرسته پوره کړ او راجستان ته یې په ۷ وېکټو ماته ورکړه.

د لوبې غوره لوبغاړی کوېنټن ډیکاک وپېژندل شو، هغه په ۵۰ توپونو د دوه شپږیزو او شپږ څلوریزو په ملتیا ۷۰ ناسوځېدلې منډې وکړې.

دا په شپږ لوبو کې د ممبيي درېیمه بریا وه او د نومرو په جدول کې یې څلورم ځای نیولی دی.

راجستان او ممبيي ۶ لوبو کې مخ شوي، چې دوه یې ممبيي او څلور یې راجستان ګټلي دي.

 

د کلکتې او ډیلي لوبه

د آی‌پي‌اېل په ۲۵مه لوبه کې ډیلي د ټاس په ګټلو سره لومړی توپ اچونه وکړه، د کلکتې لوبډلې په شل اورونو کې د شوبمن ګېل د ۴۳ منډو او د انډری رسل د ۴۵ ناسوځېدلو منډو په مرسته ۱۵۴ منډې وکړې.

اکسرپټېل او لالیت یداف دوه، دوه وېکټې واخیستې.

ډیلي یاد هدف په شپاړس اعشاریه ۳ اورونو کې د پرېتوي شاو د ۸۲، د شېکردوان د ۴۶ منډو، د رېشاب پنټ د شپاړس منډو او د مارکس سټاینېس د ۶ منډو په مرسته پوره کړ او کلکتې ته یې په ۷ وېکټو ماته ورکړه.

د لوبې غوره لوبغاړی پرېتوي شاو ونومول؛ هغه په ۴۱ توپونو د ۳ شپږیزو او ۱۱ څلوریزو په مرسته ۸۲ منډې وکړې او ډیلي ته یې بریا ورکړه.

ډیلي او کلکتې ۲۷ لوبې کړي، ۱۴ یې کلکتې او ۱۳ یې ډیلي ګټلي دي.

د جمعې په ماښام بنګلور او پنجاب د آی‌پي‌اېل ۲۶ مه لوبه کوي.

 

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.