سږ کال د هندوستان سوداګریزو کرکټ لوبو څوارلسم پړاو کې تر دې دمه درې لوبډلې خورا ښې ځلېدلې دي.
د چینای سوپرکېنګز کرکټ لوبډلې چې لومړۍ لوبه وبایلله، له هغې وروسته یې بېرته ښه راتګ کړی دی او پنځه پرله پسې بریاوې یې خپلې کړي دي.
دا لوبډله اوس د نومرو په جدول کې د لس نومرو په لرلو سره لومړي مقام کې ده.
دې لوبډلې د چهارشنبې په ماخستن د آی پي اېل په ۲۳ مه لوبه کې د حیدراباد لوبډله په ۷ وېکټو ماته کړه او ۱۷۱ منډې هدف یې په نولسم اوور کې پوره کړ.
ګېکواډ ۷۵ او فاف ډوپلیسي ورته ۵۶ منډې جوړې کړې.
د دې لوبډلې د ګټلو چانس او دلیل
که څه هم چینای لوبډله اتیا سلنه په زړو لوبغاړو ولاړه ده؛ خو سږ کال ورته ځوان لوبغاړي رتوراج ګېکواډ ښه اوپننګ کړی دی.
نوموړي په دې وروستیو درې لوبو کې له ځان څخه بشپړه وړتیا ښودلې او نیمه سلیزې او یا یې هم فیفټي پلس منډې جوړې کړي دي.
له ده سره په خوا کې د سویلي افریقا فاف ډپلیسي ښه فوم ته راغلی دی، د دوی دواړو پیلیزه توپوهنه باثباته او د چینای لپاره بریا ورکوونکې ده.
په درېیوو وروستیو لوبو کې ګېکواډ او ډوپلیسي تر سلو (۱۰۰ ) منډو اوپننګ درولی دی او لوبډله یې د بري تر کرښو رسولې ده.
یعنې له اوپننګ ډېر ښه مخته ځي او وروستیو کې ورسره ډوني، امبټي ریوډو، سورېش رېنا او جدیجا هم ښه توپوهونکي دي او کولای شي، چې وروستي اورونه ښه ولوبوي.
له یوې خوا یې توپوهنه پیاوړې ده او له بل پلو یې توپ اچونه کې هم ښه لوبغاړي اخیستي دي.
ډیپک چهر چې په نوي توپ لومړي اورونه خورا خطرناک ترسره کوي، نو کمې منډې ورکوي او ویکټې هم غورځوي.
سېم کرن، لونګي اېنګېډي او شاردول تاکور ورسره نور فسټ بالران دي.
همدارنګه براوو ورسره مېډیم پېسر یا منځنی توپ اچوونکی دی، بل پلو په سپېن بالېنګ کې ورسره جدیجا او معین علي هم ملتیا کوي.
نو سږ کال ډېر احتمال شته، چې دا لوبډله څلورم ځل اتلولي پورته کړي.
د بنګلور لوبډله
د بنګلور لوبډلې سږ کال د ګټلو کمپاین ښه پیل کړی دی او تر دې دمه یې شپږ لوبو کې پنځه ګټلي او د نومرو په جدول کې یې دویم ځای نیولی دی.
له دې لوبډلې سره درې توپوهونکي ښه دي، اې بي ډیویلیرس، ګلېن مکسوېل او دېفدت پاډیکل.
که ویرات کولي ورسره په راتلونکو نورو لوبو کې د توپوهنې ښه ملګرتیا وکړي، نو د توپوهنې برخه یې لا پیاوړې کېږي او هدفونه به یې لوړ شي.
همدرانګه د منډو په پوره کولو یا چېس کولو کې ډېره تکیه په مکسویل او اې بي ډیویلیرس ده.
تېرو لوبو ته په کتو دا لوبډله پیاوړې ده او تر دې دمه په مخکښو لوبډلو کې حساب ده، ښایي سږ کال دا لوبډله د لومړي ځل لپاره د اتلولۍ جام د پورته کولو هڅې ګړندۍ وساتي.
دې لوبډلې سره د توپ اچونې برخه کې محمد سراج او کایل جمېسن ښه اټېکران دي او د سپېن توپ اچونې برخه کې ورسره یوز وېندرا چهل او واشېنګټن سونډر هم شته.
شهباز احمد ورسره بیا د توپ وهنې الراونډر دی، چې توپ اچونه هم کوي.
د ډیلي کپېټلز لوبډله
ددې لوبډلې پیل ډېر خطرناک وي، پرېتوي شاو او شېکردوان هغه لوبغاړي دي، چې د توپوهنې پیل یې ډېر چټک وي او دواړه اوس فوم کې هم دي.
دواړه دایره یا شپږ اووره سرکل داسې لوبوي، چې راتلونکو توپوهونکو د سترو شاټونو صلاحیت ورکوي، چې ستر هدفونه یا مات کړي او یا یې هم وړاندې کړي.
رېشاب پنټ او شېمرن هېټمېر ورسره هیټران دي او نور لوبغاړو کې ورسره سټیف سمېت، سټاینېس او رهانی هم شته.
د توپ اچونې برخه کې ورسره کګېسو رباډا، اوېش خان، کرېس ووکس، اشوېن، امېت مېشرا او اکسر پټېل شته.
نو د دې لوبډلې لوبغاړي ټول پیاوړي دي او کېدای شي، چې سږ کال د اتلولۍ جام پورته کړي.
دې لوبډلې په شپږو لوبو کې څلور ګټلي او د اته نومرو په لرلو سره درېیم ده.
په دې پورته درې لوبډلو کې د اټکل او لوبو ته په کتو یوه لوبډله د اتلولۍ جام پورته کړي.
د حیدراباد، پنجاب، راجستان، کلکتې او ممبيي تېرې لوبې ښې نه وې او د نومرو په جدول کې وروسته دي.
خو لا هم ممبيي ته تمې کېدای شي، چې رامخکې به شي او یو ځل به بیا د پلی اف پړاو ته ځان رسوي.