حضرت الله ځاځي نړیواله درجه بندي کې نور هم شاتګ وکړ

رنګین تجريدي ډیزاین

د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي تازه په شل اوریزه سیالیو کې د توپوهونکو نوې درجه بندي اعلان کړه، چې حضرت الله ځای له لسم څخه یوولسم ځای ته کښته شوی او د لسو غوره لوبغاړو په لیست کې نه ده راغلی.

په دې درجه بندي کې حضرت الله ځاځي په ۲۰۱۹م کال کې شپږم ځای درلود، خو د نه لوبېدو له امله کرار ـ کرار مخ پر کښته کېدو روان و.

 

د کرکټ نړیوالې شورا له لوري په شل اوریزه سیالیو کې د توپوهونکو تازه اعلان شوې درجه بندي

 

۱ـ ډیویډ مېلان؛ انګلستان، ۸۹۲ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.

۲ـ ایرون پینچ؛ اسټرالیا، ۸۳۰ نمرې، یوه قدم یې پرمختګ کړی.

۳ـ بابراعظم؛ پاکستان، ۸۲۸ نمرې، یو قدم يې شاتګ کړی.

۴ـ ډېون کانوي؛ نیوزیلینډ، ۷۷۴ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.

۵ـ ویراټ کوهلي؛ هندوستان، ۷۶۲ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.

۶ـ وان ډیرسن؛ سویلي افریقا، ۷۵۶ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.

۷ـ کېل راهول؛ هندوستان، ۷۴۳ نمرې، پر خپل پخواني ځان شتون لري.

۸ـ ګلین مکسویل؛ اسټرالیا، ۶۹۴ نمرې، پر خپل پخواني ځان شتون لري.

۹ـ مارټین کوپټیل؛ نیوزیلینډ، ۶۸۸ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.

۱۰ـ محمد رضوان؛ پاکستان، ۶۴۰ نمرې، ۵ قدمه پرمختګ یې وکړ.

۱۱ـ حضرت الله ځاځی؛ افغانستان، ۶۳۶ نمرې، یو قدم شاتګ یې کړی.

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.