د اجرائيه څوکۍ، د پخواني او نوي رئیس په اړه يې د جعفر اند څرګندونې

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

لیکنه: جعفر اند

 

حامد شینواری د کرکټ بورډ اجرايي مشر وټاکل شو.

رحمت الله قریشي څو میاشتې مخکې دغې دندې ته راغی، تېره میاشت یې د «کورنیو ستونزو» له کبله استعفا وکړه او نن دوشنبه (اپریل۲۶-غوايي۶) یې خپله څوکۍ ښاغلي شینواري‌ ته وسپارله. خوشحال یم چې کرکټ بورډ کې مسولیتونه په داسې مسولانه ډول انتقالیږي.

خو ما غوښتل چې قریشي صیب یو خبري کنفرانس راوبولي او د کرکټ مینه والو ته د خپلو څو میاشتو کار، لاس ته راوړنو او ستونزو او حل لارو په اړه لږ معلومات ورکړي. لا وخت شته، ګوندې دا کار وکړي، ولې یې ونکړي؟

دا له ۲۰۱۹ څخه راپدیخوا تقریبآ پنځم اجرايي رئیس دی چې بدلیږي رابدلیږي. آیا ستونزه په دې څوکۍ کې ده؟ په اداره کې ده؟ په اداري کارکوونکو کې ده؟ وړ شخص دغې دندې ته نه راځي،‌ که کومه بله خبره ده؟

حامد شینواري مخکې هم په بورډ کې کار کړی دی او تجربه لري. خو د ښاغلي‌ شینواري د وخت بورډ او اوسنی بورډ،‌ حالات، شرایط او ډېر نور څه بدل شوي او د افغانستان کرکټ‌ هم د هغه وخت کرکټ‌ نه دی. زه مطمین یم چې ښاغلی شینواری به په دې مسايلو پوه وي او له ښه پلانونو سره به راغلی وي.

ښاغلی قریشي چې اجرايي رئیس شو،‌ ما یوه اوږده پړپړه ولیکله او ځينې سپارښتنې او مشورې مې ورکړې وې. بیا مې په کابل کې ولیده او په مجلس کې یې راته وویل چې هغه سپارښتنې ورسېدلي دي، خوشحال شوم او مننه مې ترې وکړه.

د افغانستان کرکټ ملي ټیم له تېرو شاوخوا دریو کلونو راهېسې اساسي مالي ملاتړی/ي (ماین سپانسر)‌ نلري. هېڅ مې بارو نه کیږي؟

په کرکټ او اداره کې د خپلولۍ پالل، فساد او اداري ‌اصولو او قوانینو ته نه پاملرنه یو ډول حاکمه ده. مالي فساد (د بورډ له بودیجې څخه پېسې اخیستل) کرکټ بورډ ډېر زیانمن کړی دی. په دې هیله چې ښاغلی شینواری دا برخې د خپل کار لومړیتوبونه وګڼي.

په ادارې او په خاص ډول په ملي‌ لوبغاړو کې نظم او ډسپلین حاکمول، تر ټولو حیاتي مسئله ده. لوبغاړي «د وطن او کرکټ عسکر او خادمان دي،» نه باداران او حاکمان، باید هغوی ته دا ور زده کړل شي!

د شپږیزې او اې پي ال تر څنګ د افغانستان د داخلي کرکټ متوازن رشد او پراختیا بله هغه برخه ده چې ډېر کار ته ضرورت لري.

له نړیوالو او د سیمې له هېوادونو سره زموږ د کرکټ دپلوماسي او روابط ډېر کمزوري دي او له همدې کبله له هغوی سره سیریزونه او لوبې نشو کولی او ډېرو نورو برخو کې مو همکاري هم صفر ده. دا برخه ډېره مهمه ده او په دې هیله چې حامد شینواری یې جدي‌ وګڼي.

د میدانونو جوړول، د تېزو بالرانو موندل، د ګراسي او بونسي‌ پچونو برابرول، ملي لوبډلو ته د ځوانو او مستعدو لوبغاړو راوستل او ځینې نور مسایل مې تر شینواري ‌صیب مخکې ښاغلي قریشي ته لیکلي ‌وو.

په هر حال، خدای دې د ښاغلي شینواري پل د افغانستان کرکټ او کرکټ بورډ ته بختور کړي!

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.