همدارنګه نوموړي په یوبل ټویټ کې لیکلې چې ددې وېروس څخه هيڅوک خوندي ندي او زه ستاسو ټولو سره مبارزه کې يوځای یم،ماته ووایاست چې څه مرسته کولای سم او د خپل ظرفیت سره به د هرچا ملاتړ وکړم.
په هند کې د کرونا وېروس خورا په زور کې دی،هره ورځ په لکونو انسانان پدې ويروس اخته کېږي او په زرګونو انسانان مري،حتی اکثریت روغتونونه د ناروغانو د ځايېدو ظرفیت نلري.
په ټوله نړۍ کې ١٤٧٠٨٢٦٥٨ کسان په کرونا وېروس اخته دي چې له امله يې ٣١١٣٠٤٣ کسان مړه سويدي.
په هند کې بيا ١٦٩٦٠١٧٢ کسان په کرونا وېروس اخته سوي چې له امله یې ١٩٢٣١١ کسان مړه سويدي.
هندوستان تر امریکا متحده ایالاتو وروسته د کرونا وېروس له کبله دويم ډېر ځپل سوی هیواد دی.
دا ارقام ددې لیکنې د بشپړيدو تر مهاله دي ،هرو ساعتونو کې د کرونا وېروس د اغېز شمېر د بدلېدو په حال کې دی.
Copyright © 2025 | MH Magazine WordPress Theme by MH Themes