پنجاب د ممبی په ماتولو سره حیدراباد د نومرو په جدول کې شاته کړ 

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د آی پي اېل ۱۷ مه لوبه د پنجاب کېنګز او ممبی انډیئنز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

ممبی لوبډلې یو ځل بیا کم هدف وړاندې کړ، دې لوبډلې د روهېټ شرما د ۶۳ منډو په مرسته د ۶ وېکټو په نقصان سره ۱۲۹ منډې وکړې.

محمدشمي او ریوي بېشنوای دوه، دوه وېکټې ترلاسه کړې.

پنجاب لوبډلې هدف په اتلسم اوور کې د یوې وېکټې په لوېدو سره د لوکېش راهول د ۶۰ ناسوځېدلو منډو او د کرېس ګېل د ۴۳ ناسوځېدلو منډو په مرسته پوره کړ او ممبی لوبډلې ته یې په ۹ وېکټو ماته ورکړه.

د لوبې غوره لوبغاړی لوکېش راهول وپېژندل شو، هغه په ۵۲ توپونو ۶۰ ناسوځېدلې منډې وکړې.

له دې سره د پنجاب لوبډلې نومرې څلور شوې او د نومرو په جدول کې له وروستي ځای څخه پنځم ځای ته ولاړه.

له دې وړاندې حیدراباد لوبډله په پنځم مقام کې وه، خو پنجاب ترې دا ځای ونیو.

د ممبی لوبډلې په پنځه لوبو کې درې بایللي او دوه یې ګټلي دي او د نومرو په جدول کې څلورم نمبر ده.

د آی پي اېل اتلسمه لوبه د راجستان او کلکتې ترمنځ ماښام شپږ نیمې بجې ترسره کېږي.

د ممبی پر وړاندې د کې ایل راهول توپوهنه

کی اېل راهول د هندوستان په لوبډله کې یو د ارام طبیعت او تخنیکي لوبغاړو څخه دی، چې ډېر په تدبیر سره لوبه کوي، نوموړي د ممبيي خلاف تل د خپلې توپوهنې ثبات ښودلی دی، هغه د ۲۰۲۰ راهیسې د ممبی خلاف شپږ ځلې توپوهنه کړې ده، چې ټولې یې پکې ۴۰۹ منډې جوړې کړي دي.

هغه په یو ځل په ۶۰ توپونو ۹۰ منډې کړي، په ۵۷ توپونو ۷۱ ناسوځېدلې منډې، په ۶۴ توپونو ۱۰۰ ناسوځېدلې منډې، په ۱۹ توپونو ۱۷ منډې، په ۵۱ توپونو ۷۷ منډې او ۵۰ توپونو یې ۵۰ ناسوځېدلې منډې په تېرکې کړې وې.

سږ کال یې آی پي اېل په ۱۷ مه لوبه کې د ممبی پر وړاندې ۶۳ ناسوځېدلې منډې وکړې.

چې له دې منډو سره یې د ممبی پر وړاندې په ۷ پاڼیو کې سکور ۴۷۲ ته رسېږي.

د ممبی او پنجاب مخکینۍ لوبې

دواړه لوبډلې په ۲۶ لوبو کې مخ شوي، چې ۱۲ یې پنجاب او ۱۴ یې ممبی ګټلي دي؛ خو ۲۷ مه لوبه بیا سږ کال پنجاب په ۹ وېکټو وګټله.