
پاکستانۍ لوبډلې ونسوای کولای چې د زيمبابوې ١١٩ منډې هدف پوره کړي.
د زيمبابوې او پاکستان ترمنځ دویمه شل اووریزه لوبه د زیمبابوې په هراري لوبغالې کې ترسره سوه.
پاکستان د لوبې پچه وګټله او زيمبابوې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.
د زیمبابوې ٩ لوبغاړي په ١١٨ منډو کې اوټ سوه.
تیناشي ٣٤، چکابوا ١٨ او مادهیویر ١٦ منډي وکړې.
د پاکستان لپاره محمدحسنین او دانش عزیز دوې دوې ،همدارنګه اشرف،روف،اقبال او قدیر یوه یوه ویکټه ترلاسه کړه.
پاکستاني توپوهونکو ونسوای کولای چې د شل اووریز کريکټ ډېر ټيټ هدف ته ځان ورسوي،٩ لوبغاړي یې په ٩٩ منډو کې وسوځېده.
بابر اعظم ٤١،دانش عزیز ٢٢ او محمد رضوان ١٣ منډي وکړې.
د زيمبابوې لپاره لوک جانګوې ٤ ، راین برل ٢ ،مزرباني او نګاروا يوه یوه ويکټه واخيسته.
لوبه زيمبابوې د ١٩ منډو په توپير وګټله او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه جانګوې ته ورکړل سوه.
لومړۍ لوبه پاکستان ګټلې وه، دويمه زیمبابوې وګټله او دریمه بل سبا ده.