د آی پي اېل لوبې چې په ۲۰۰۸ کې پیل شوي دي، تر دې دمه پکې لوبډلو د خپلې توپوهنې ځواک په بیلابیلو کلونو کې ښودلی دی.
د بنګلور لوبډله چې په تېر کې بدبخته لوبډله یادېدله او تر اوسه یې د اتلولۍ مزه نه ده څکلې؛ سږ کال یې بخت بیدار بريښي.
ځکه دې لوبډلې سږ کال له څلورو لوبو څخه څلور واړه ګټلي دي او د نومرو په جدول کې یې تېره شپه لومړی مقام خپل کړ.
د بنګلور لوبډلې بخت هم په دې بیداره دی، چې ویرات کولي، دېفدت پاډیکل، اې بي ډیویلیرس او ګلېن مکسوېل ورسره فوم کې دي.
او همدا علت دی، چې سږ کال یې لوبډله ښه روانه ده.
د توپ اچونې برخه کې ورسره کایل جمېسن، محمد سراج او هارشل پټېل په فسټ بالېنګ کې ښه لوبغاړي دي او په سپېن بالېنګ کې ورسره چهل او واشېنګټن سونډر ورسره دي.
بیا اېر رېکولر یا غېرباقاعده بالر ورسره شهباز احمد هم شته، چې اصلاَ د توپوهنې الراونډر دی او ښه توپ اچونه هم کوي.
نوموړي د حیدراباد پر وړاندې لوبه کې درې وېکټې هم ترلاسه کړې او د حیدراباد لوبډله یې له ماتې سره مخ کړه.
د بنګلور او راجستان لوبه
راجستان په شل اورونو کې د ۹ وېکټو په لوېدو سره د شېوم ډوبی د ۴۶ منډو او د راهول تېواتیا د ۴۰ منډو په مرسته ۱۷۷ منډې وکړې.
محمد سِراج او هارشل پټېل درې، درې وېکټې ترلاسه کړې.
د بنګلور لوبډلې لپاره ویرات کولي او دېفدت پاډیکل هدف په اوپننګ په اوولسم اوور کې پوره کړ او راجستان رایلز لوبډلې ته یې په ۱۰ ویکټو کم سارې ماته ورکړه.
پاډېکل په ۵۲ توپونو د ۶ شپږیزو او ۱۱ څلوریزو په مرسته ۱۰۱ ناسوځېدلې منډې او ویرات کولي په ۴۷ توپونو د درې شپږیزو او ۶ څلوریزو پرمټ ۷۲ ناسوځېدلې منډې ترسره کړې.
د لوبې غوره لوبغاړي جایزه دېفدت پاډیکل خپله کړه.
نن ماښام د پنجاب او ممبيي لوبډلې د آی پي ایل ۱۷ مه لوبه کوي.
د بنګلور لپاره په لومړۍ وېکټ د سترې ملګرتیا ریکارډ
دا لومړی ځل شو، چې د بنګلور لوبډله په لومړۍ ویکټ د آې پي اېل په تاریخ کې اوږده ملګرتیا کوي، پاډیکل او کولي ۱۸۱ ناسوځېدلې منډې ملګرتیا وکړه.
۲۰۱۳ کې کرېس ګېل او ټېلا کرټنی دېلشن د پونې لوبډلې پر وړاندې ۱۶۷ منډې ملګرتیا په بنګلور ښار کې کړې وه او ۲۰۱۶ کې کرېس ګېل او ویرات کولي د پنجاب پر وړاندې لوبه کې ۱۴۷ منډې ملګرتیا کړې وه.
د نورو لوبډلو د لومړۍ وېکټو ملګرتیا وې
۲۰۱۷ کې ګاتم ګمبیر او کرېس لین د کلکتې په ګټه د ګوجرات لاینز پر وړاندې لوبه کې ۱۸۴ منډې ملګرتیا کړې وه.
۲۰۲۰ کې شېن واټسن او ډوپلیسي د چینای لپاره د پنجاب پر وړاندې ۱۷۹ منډې ملګرتیا کړې وه.
۲۰۱۲ کې سچین ټېنډولکر او ډوېن سمېت د ممبيي لپاره د راجستان پر وړاندې لوبه کې ۱۶۳ منډې ملګرتیا جوړه کړې وه.
په اوپننګ د هدفونو چېس کول
۲۰۱۷ کې پنجاب د ډیلي پر وړاندې لوبه کې هدف په اوپننګ چېس کړی و او ۷۳ توپونه پاتې شوي وو.
۲۰۱۸ کې بنګلور د پنجاب هدف په اوپننګ پوره کړی و او ۷۱ توپونه یې ورته پرېښي وو او ۲۰۱۵ کې بنګلور د ډیلي هدف په اوپننګ پوره کړی و او ۵۷ توپونه یې ورته پرېښي یا اضافي شوي وو.
سږ کال بیا هم بنګلور د راجستان هدف پرته د کومې وېکټې له سوځېدو پوره کړ.