لیکنه: عصمت خاورین
هر څومره چې په ژوند کې اسانتياوې او سهولتونه را منځته کېږي، موږ يو ډول سستيږو.
هغوی چې کامياب دي، ددې پر ځای چې په لاسته راغليو اسانتياوو باندې بسنه وکړي، بايد ژوند ته نور چلينجونه ورکړي.
هر څومره چې دې يو چا مسوليتونو زيات شي، هغه د ژوند د اسانتياوو د لاسته راوړلو سره سره نور هم تیزېږي.
ژوند مو له مسوليتونو خالي مه پريږدئ.
ځکه چې مسوليت يو داسې شی دی چې پر تاسو خپله کار کوي.
مثلاً يو څوک درنه د ډېرو روپيو غوښتنه کوي، ټوله شپه خوب نه کوې، چې روپۍ به څنګه پيدا شي؛ خو که څوک يې درنه ونه غواړي نو ارامه خپل خوب کوې.
ځکه خو وايم چې هېڅوک تاسې ته زمينه نه برابروي، بلکې تاسې خپله ياست چې ژوند ته چلينج ورکوئ او مسوليتونه اخلئ.
موږ په ژوند کې د ځای پر ځای پاتې کېدو لپاره نه يو پېدا شوي بلکې په ژوند کې د مخکې تلو، له کړاوونو سره د د جنګېدو او په طوفانونو کې د تګ لپاره پیدا شوي يو ځکه چې سمندري کښتۍ يوازې په بندرونو کې د درېدو لپاره نه دي جوړي شوي بلکې په سمندرونو کې د تګ لپاره او لویو لویو طوفانونو سره د جنګېدو لپاره جوړه شوي چې بېرته راتګ يې هم مهم نه دی.
نو دا وخت د خپلو اسانتياوو باندې د نه بسنې او د لا نورو چلينجونو پوره کولو وخت دی.
له تا پرته هېڅوک ستا ژوند نه شي بدلولی.
د خپلې پښې ازغی بايد پخپله وباسې.
په دې نړۍ کې هېچاته تکليف نه دی چې تاسره پیسې شته که نه، تکليف يوازۍ تاته دی.
په ژوند کې مو چې کله يو چلينج پوره کړ پیسې او امتياز مو لاسته راوړ، نو پکار ده چې بل هدف او چلينج وټاکو او کرار کښېناستو نه تېر شو.
نو له ځان سره قسم او وعده وکړئ چې له نن نه وروسته به يوازې اسانتياوو ته کار نه کوم.